لښکرګاه (پژواک، ٤ کب ۹۳): د هلمند ولايتي شورا د دغه ولايت په ځينو سيمو کې د ذوالفقار په نوم پيل شوي عمليات بريالي بولي او زياتوي چې د يوه ښه پلان له مخې پر مخ ځي.
دغه عمليات چې له تېرې اوونۍ راهيسې په هلمند کې روان دي، له شمالي ولسوالۍ سنګين څخه پيل شوي او اوس يې لړۍ خانشين ولسوالۍ ته غځېدلې ده.
د ځايي چارواکو په وينا، د عملياتو په لړ کې امنيتي ځواکونو مرکز لښکرګاه، نادعلي، مارجه او ناوه ولسوالۍ له وسله والو پاکې کړې دي.
د هلمند د ولايتي شورا يو شمېر وکيلان دغه عمليات بريالي بولي او زياتوي چې د لومړي ځل لپاره د دغه ولايت په عملياتو کې ملکي تلفات نشته.