چاريکار-شبرغان (پژواک، ١١سلواغه ٩٣): د پروان او جوزجان ولايتي شوراګانو غړو هم د ولسي جرګې د هغې پرېکړې په غبرګون کې خپل دفترونه وتړل چې له مخې يې ولايتي شوراګانو ته د سيمه ييزو ادارو پر کړنو د څار حق نه ورکول کېږي.
ولسي جرګې د سلواغې په اتمه پرېکړه وکړه چې ولايتي شوراګانې د سيمه ييزو ادارو پر کړنو د څار حق نه لري.
تر پرون پورې ١٧ نورو ولايتونو شوراګانو هم د ولسي جرګې د دې پرېکړې په غبرګون کې خپل دفترونه تړلي وو.