جنرال عبدالبصير سالنګي په ١٣٤١ لمريز کال کې د پروان دسالنګ ولسوالۍ په شامخ وسرد کلي کې زېږېدلى دى.
لومړنۍ زده کړې يې د سالنګ په منځني ښوونځي او ثانوي يې د کابل ښار په انصاري لېسه کې ترسره کړې دي.
پر هېواد دوخت دشوروي اتحاد د يرغل پر مهال يې زده کړې پرېښودې او د احمدشاه مسعود په مشرۍ د مجاهدينو له ليکو سره يو ځاى شو.
نوموړى د نجيب تر واکمنۍ وروسته د احمدشاه مسعود له خوا د کابل ښار د شش درک ، صدارت، پل محمود خان ، ګارنيزيون او د کابل راډيو تلوېزيون د ساحو امنيت ورته وسپارل شو.
د استاد رباني د واکمنۍ پر مهال هغه ته د بريد جنرالۍ رتبه ورکړل شوه او د ٨٥١ لوا د قوماندان په توګه وټاکل شو.
په همدې حال کې يې د عالي افسرانو دوه کلن کورس کې  پوځي زده کړې وکړې.
په ١٣٧٤ لمريز کال کې د ملي دفاع وزارت له خوا ورته د تورن جنرالۍ رتبه ورکړل شوه او د ٣٥مې فرقې د قوماندان په توګه وټاکل شو.
د طالبانو د واکمنۍ تر نسکورېدو وروسته د حامد کرزي په مشرۍ  په لومړۍ دوره کې د کابل دامنيه قوماندان په توګه يې دنده ترسره کړه او د ډګر جنرالۍ رتبه هم ورکړل شوه.
په ١٣٧٣ لمريز کال کې د ميدان وردګو ولايت دامنيه قوماندان  او په ١٣٧٥ لمريز کال کې د ننګرهار دامنيه قوماندان په توګه وټاکل شو.
جنرال سالنګي په ١٣٧٦ لمريز کال کې د پروان د مرستيال والي او په ١٣٨٨ لمريز کال کې د والي په توګه وټاکل شو، چې تر اوسه په دې څوکۍ کار کوي .
هغه په پښتو، دري او انګليسي ژبو پوهېږي.