٢٠٥- مير رحمن رحماني:
د پروان د خلکو استازى– رايې: ۱۶۹۹۸
الحاج مير رحمن رحمانى د قلندر خان زوى په ١٣٤١ لمريز کال د پروان په بګرام ولسوالۍ کې زېږېدلى دى. نوموړى په ١٣٥٨ لمريز کال کې د بګرام له لېسې څخه فارغ شوى او خپلې لوړې زده کړې يې په ١٣٦١ لمريز کال کې د روسيې په پوځي پوهنتون کې پاى ته رسولې دي.رحماني د بګرام د خلکو د ټولنيزې شورا د رييس، د ملي اردو په ليکو کې د جنرالۍ په رتبه او د پروان د سوداګرۍ او صنايعو خونې د رييس په توګه يې دندې ترسره کړې دي.دى د ولسي جرګې د غړيتوب تر څنګ په سوداګرۍ او اقتصادي فعاليتونو کې هم بوخت دى.
د اړيکو شمېره: ۰۷۰۷۵۷۵۷۵۷
 
٢٠٦- ذکیه سنګین:
د پروان د خلکو استازې- رايې: ١٨٠٢
ذکيه سنګين د عبدالهاشم لور په ١٣٥٧ لمريز کال کې د پروان په مرکز کې زېږېدلې ده. نوموړې په ١٣٧٠ لمريز کال کې د حره جلالي له لېسې فارغه او په ١٣٧٤ لمريز کال کې يې د پروان له دارالمعلمين څخه د فراغت سند ترلاسه کړى دى.لوړې زده کړې يې د ليسانس تر کچې په ١٣٨٦ لمريز کال کې د پروان په پوهنتون کې پاى ته رسولې او تر وکالت مخکې لس کاله د استقلال او ملالۍ ښوونځيو ښوونکې، يو کال د حره جلالي لېسې مديره، درې کاله د تعليمي نظارت د علمي کدر غړې، د ښوونکو د ظرفيت لوړولو روزونکې، د بشري حقونو کار کوونکې پاتې شوې، د مقاومت پر مهال يې روغتيايي زده کړې کولې او د صيادان د نجونو لېسې بنسټګړه هم ده.
د اړيکې شمېره: ۰۷۰۰۱۴۷۲۶۲
برېښناليک: [email protected]
 
٢٠٧- عبدالستارخواصي:
د پروان د خلکو استازى– رايې: ١٢٥٥٥
عبدالستار خواصي د غبدالغياث زوى په ١٣٥٠ لمريز کال کې د پروان ولايت په شينواري غوربند ولسوالۍ کې زېږدلى دى. نوموړى په ١٣٧١ لمريز کال کې د پېښور په پبو کمپ کې د اتحاد له لېسې فارغ او د ليسانس سند يې په ١٣٧٦ لمريز کال کې د کابل پوهنتون د ژورناليزم پوهنځي د مطبوعاتو له څانګې ترلاسه کړى دى.ده همدارنګه د دوو کلونو لپاره د ديني علومو او د څارنوالۍ په عدلي او قضايي څانګو کې زده کړې کړې دي. خواصي پر قوانينو د نظارت څارنوال، د عدليې وزارت د دېوان عمومي امر، د کابل ولايت د حقوقو رياست د ښاري چارو مرستيال، د عدليې وزارت د حقوقو د مشورتي بورډ د غړي او د کندهار ولايت د حقوقو د رييس په توګه دندې اجرا کړې دي.دغه راز د ولسي جرګې په ١٥مه دوره کې د پروان د غوربند د خلکو د استازي او د جرګې د منشي او په ١٦مه دوره کې هم د غوربند د خلکو د استازي په توګه وټاکل شو او وروسته بيا هم د اداري پلاوي په ټاکنو کې د ولسي جرګې د منشي په توګه غوره شو.
د اړيکې شمېره: ۰۷۰۰۰۲۱۸۸۴
 
٢٠٨- محمد الماس زاهد:
د پروان د خلکو استازى – رايې: ١٢٣٦١
محمد الماس زاهد د محمد اکبر زوى په ١٣٣٨ لمريز کال د پروان ولايت په بګرام ولسوالۍ کې زېږدلى او په ١٣٥٧لمريز کال کې د بګرام له شفيق شهيد لېسې څخه فارغ شوى دى.الماس تر دې وړاندې د پروان د پنځم نمبر قول اردو د قوماندان، د مقاومت پر مهال د پروان د جبهو عمومي مسوول او د پروان د ٠٥مې لېوا قوماندان، د ولسي جرګې په ١٥مه دوره کې د پروان د خلکو د استازي په توګه دندې اجرا کړې او اوس هم دغه مسووليت پر غاړه لري.
د اړيکې شمېره: ۰۷۹۶۵۳۶۵۰۰
برېښناليک: [email protected]
 
 
٢٠٩- سامعه عزيزي سادات:
د پروان د خلکو استازې– رايې: ١٦٧٩
سامعه عزيزي سادات د مير رحمت الله لور په ١٣٤٩ لمريز کال په پروان ولايت کې زېږېدلې ده. نوموړې له حره جلالي لېسې تر فراغت وروسته خپلې لوړې زده کړې په ١٣٦٥ لمريز کال د کابل پوهنتون په اقتصاد پوهنځې کې پاى ته رسولې دي.هغې خپله ماسټري په ١٣٨٢ لمريز کال کې د تاجکستان د قم پوهنتون د اقتصاد په برخه کې اخيستې دي.
سادات د ښوونځي د ښوونکې، د پروان د لوړو زده کړو موسسې د استادې، د اساسي قانون د تصويب کمېسيون غړې، د پروان د پوهنې د رييسې او د ولسي جرګې په ١٥مه دوره کې د دغه ولايت د خلکو د استازې په توګه دندې ترسره کړې او اوسمهال هم د ولسي جرګې غړې ده.
د اړيکې شمېره: ۰۷۰۰۰۲۵۸۸۳
 
 
 ٢١٠- خواجه صديق احمدعثماني:
د پروان د خلکو استازى- رايې: ١٣٠٧٤
خواجه صديق احمد عثماني د ميرمحمد عثماني زوى په ١٣٣١ لمريز کال د پروان ولايت په مرکز کې زېږېدلى دى. نوموړى په ١٣٤٩ لمريز کال کې د پروان له نعمان لېسې فارغ شوى او د ليسانس سند يې په ١٣٥٤ لمريز کال کې د کابل پوهنتون له ساينس پوهنځى څخه ترلاسه کړى دى.عثماني په کندوز ولايت کې د ساينس مرکز د غړي، د ساينس مرکز د فزيک څانګې د غړي، د خصوصي سکتور د کار کوونکي، د لعل محمد شهيد ښوونځي د ښوونکي او د ولسي جرګې په ١٥مه دوره کې د پروان د خلکو د استازي په توګه دندې ترسره کړې او اوسمهال هم د ولسي جرګې غړيتوب لري.
د اړيکې شمېره: ۰۷۰۰۲۱۹۱۷۲
برېښناليک: [email protected]