۵۵- ملکه مايل زاده
انتخابي سناتوره
ملکه مايل زاده د محمد اسماعيل لور، چې په ١٣٣٩ لمريز کال پروان کې زيږېدلې ده.
تر څوارلسم ټولګي پورې يې زده کړې کړې دي، په تير وخت کې د حره جلالي په ښوونځي کې د ښوونکې په توګه، د ابيتات موسسه کې د سوپروايزرې په توګه، د تجربوي عالي لېسې د ژبو او ادبياتو د څانګې امر، د نمبر يک د نجونو د ښوونځي سرمعلمه او د بي بي حوا د لېسې سرښوونکې پاتې شوې ده.
د اړيکې شمېره: 0705720418
۵۶- مولوی مير حمدالله منيب
انتخابي سناتور
مولوي مير حمد الله منيب د مير باز زوى، چې په ١٣٥٠لمريز کال کې د پروان ولايت په سيد خېلو ولسوالۍ کې زيږېدلى دى.په ديني علومو کې تر څوارلسم ټولګي پورې يې زده کړې کړي، هغه مخکې د پروان د مدرسې د ښوونکي په توګه او د پروان ولايتي شورا د غړي په توګه پاتې شوى دى .
د اړيکې شمېره: 0799437966
۹۰- آيت الله ميرحسين صادقي پرواني:
د پروان انتصابي سناتور
ايت الله مير حسين د نور احمد زوى، چې په ١٣١٦لمريز کال کې د کابل په لومړۍ ناحيه کې زيږيدلى،خو اصلا د پروان ولايت د سرخ پارسا ولسوالۍ اوسېدونکى دى، پرواني ديني خصوصي زده کړي لري، په ديني مدرسو کې يې د ښوونکي په توګه دنده ترسره کړې، په جهاد کې يې برخه اخيستې او د جهاد پرمهال د استاد رباني مرستيال و.
هغه اوس د وحدت اسلامي ګوند غړى او ددې ګوند د څارنې عالي شورا د رييس په توګه دنده پر مخ بيايي.
د اړيکې شمېره: 0794404435