د پروان ولايتي شورا ١٥ غړي لري چې د روان کال د ولايتي شورا په ټاکنو کې ترې شپږ پخواني غړي هم يو ځل بيا بريالي شوي . ددې شورا په داخلي ټاکنو کې د شورا اداري پلاوى په لاندې ډول ټاکل شوى دى.
مشر: غلام بهاوالدين جيلاني
مرستيال: امين الله شکوري
منشي: شمس الحق شيخاني
 
١-غلام بهاوالدين جيلاني:
غلام بهاوالدين جيلاني د جيلاني زوى ، چې په ١٣٥٥ لمريز کال کې د جبل سراج ولسوالۍ په حصاريه مناره کلي کې زېږېدلى دى. نوموړى په ١٣٨٧ لمريز کال کې ددې ولسوالۍ له الجهاد عالي لېسې څخه فارغ شوى او په ١٣٨٨ کال کې يې د کابل پوهنتون له اقصتاد پوهنځي څخه د ليسانس سند تر ګوتو کړى. نوموړى تر وکالت وړاندې په سوداګريزو چارو بوخت و او د ولايتي شورا په کورنيو ټاکنو کې د شورا د مشر په توګه وټاکل شو.
د اړيکې شمېره: ٠٧٩١٥٠٠٥٠٠
 ٢-عبدالمتين قدوسي:
عبدالمتين قدوسي د حاجي عبدالقدير زوى ، چې په ١٣٥٠ لمريز کال کې د پروان د مرکز په      دشت هوفيان کلي کې زېږېدلى  . خپلې زده کړې يې په ١٣٦٩ لمريز کال په خپله سيمه کې تر سره کړې او اوسمهال په چاريکار ښار کې د دانش خصوصي پوهنتون د لومړي کال محصل دى. نوموړى تر وکالت وړاندې په وسوداګريزو چارو بوخت و.
 ٣- الحاج عبدالظاهر سالنګي :
الحاج عبدالظاهر سالنگی د عبدالصمد زوى، چې په ١٣٥٢کال کې په سالنګ ولسوالۍ کې زېږېدلى . په ١٣٦٣کال کې له  د سالنګ له دوولسم ټولګي څخه فارغ شوى . دا درېيم ځل دى چې نوموړى ولايتي شورا ته لاره پيدا کوي . هغه د جمعيت اسلامي ګوند غړى دى.
 ٤-خواجه ميرمحمد عظيم په خواجه عبدالسلام صديقي مشهور :
خواجه ميرمحمد عظيم د خواجه خان اغا زوى، چې په ١٣٣٦ لمريز کال کې د پروان د مرکز په کلا خواجه کې زېږېدلى . نوموړي خپلې لومړنۍ زده کړې په تجربوي ښوونځي کې پاى ته رسولې او په ١٣٥٧ لمريز کال کې د پروان د مرکز له نعمان لېسې څخه فارغ شوى . محمد عظيم په١٣٦١ لمريز کال کې د کابل پوهنتون له انجنيري پوهنځي څخه فارغ شوى  . نوموړى د پروان ولايتي شورا ته تر لار موندلو وړاندې د نوادا په نوم خصوصي شرکت مشر و.
د اړيکو شمېره : ٠٧٧٧٧٢٧٢٨٨
 ٤-الحاج عصمت الله محمدي:
عصمت الله محمدي د محمد ګل زوى،چې په ١٣٥٥ لمريز کال کې د پروان ولايت د بګرام ولسوالۍ په ګلي کلي کې نړۍ ته سترګې غړولې دي. نوموړي خپلې لومړنۍ او ثانوي زده کړې د بګرام هلکانو لېسه کې کړې او په ١٣٧١ کال کې له دې لېسې نه فارغ شوى  . محمدي د ولايت شورا له پخوانيو غړو څخه دى او تر وکالت وړاندې په شخصي سوداګرۍ بوخت و.
د اړيکې شمېره: ٠٧٩٥١٤١٤١٤
 ٦-مولوي ميرحمدالله منيب:
سناتور مولوي مير حمدالله منيب د ميرباز وى ، چې په ١٣٥٠ لمريز کال کې د پروان ولايت په سيدخېل ولسوالۍ کې زېږېدلې . مولوي منيب په ديني برخه کې تر ١٤ ټولګي پورې زده کړه کړې او د ولايتي  شورا د مخکينۍ دورې غړى دى چې  د تېرې دورې په ټاکنو کې مشرانو جرګې ته د سناتور په توګه وټاکل شو.
د اړيکې شمېره: ٠٧٩٩٤٣٧٩٦٦
 ٧-محمد مجيب شورش:
محمد مجيب شورش د سهراب خا زوى، چې په ١٣٤٤ لمريز کال کې د پروان ولايت د بګرام ولسوالۍ په غلام علي کلي کې زېږېدلى . شورش د ښوونځي دوره په ١٣٦٢ کال کې د غلام علي بګرامي په لېسه کې پاى ته رسولې او د څه وخت لپاره يې په اويايمه لسيزه کې د ملي اردو د افسر په توګه هم کار کړى دى. نوموړى ولايتي شورا ته تر بريالي کېدو وړاندې په شخصي سوداګرۍ بوخت و.
 ٨-حاجي محمد خليل فضلي:
حاجي محمد خليل فضلي د حاجي شېر احمد زوى،چې په ١٣٤٣ لمريز کال کې د پروان ولايت په مرکز چاريکار ښار کې زېږېدلى دى. فضلي خپلې لومړنۍ زده کړې د چاريکار ښا تجربوي لېسې شپې برخه کې په ١٣٧٨لمريز کالى پاى ته رسولې دي. نوموړي تر دې وړاندې د چاريکار ښار د لومړۍ حوزې د عمومي وکيل او د کسب ګرو د ټولنې مشر او شخصي سوداګر په توګه دندې اجرا کړې دي.
د اړيکې شمېره: ٠٧٩٥٤١٤٠٦٠
 ٩-الحاج قاري عبدالرحمن احمدي:
قاري عبدالرحمن احمدي د بادام ګل زوى ، چې په ١٣٤٠ لمريز کال کې د پروان ولايت د سرخ پارساى ولسوالۍ په درۀ سرخ کې زېږېدلى دى. احمدي د لېسې تر زده کړو وروسته په ١٣٨٧ لمريز کال کې له يوې مدرسې څخه د ١٤ ټولګي برى ليک تر ګوتو کړى  . نوموړي د مجاهدينو د حکومت پرمهال په پوځي برخه کې کار کړى او د درېيم ځل لپاره ولايتي شورا ته بريالى شو. هغه په تېره دوره کې د ولايتي شورا د منشي په توګه دنده اجرا کوله.
١٠-حاجي امين الله شکوري:
حاحي امين الله شکوري د حاحي حبيب الله زوى، چې په ١٣٥١ کال کې د پروان ولايت د مرکز په کاريزک سنجددره کې نړۍ ته سترګې غړولې دي. نوموړي خپلې لومړنۍ او ثانوي زده کړې په ١٣٧٨ لمريز کال کې د کابل په ابوحنيفه مدرسه کې پاى ته رسولې او اوسمهال په کابل کې د استقامت پوهنتون د حقوقو څانګې د لومړي کال محصل دى. نوموړي د مجاهدينو د حکومت پرمهال په پوځي برخه کې کار کړى او د افغانستان اسلامي جمعيت ګوند سره تړاو لري.
د اړيکې شمېره : ٠٧٠٠٢٣٦٤٩٤
 ١١-حاجي شمس الحق شيخاني:
شمس الحق شيخاني د عبدالحق شيخاني زوى، چې په ١٣٥٠ لمريز کال کې د پروان د بګرام ولسوالۍ په پشان کلي کې نړۍ ته سترګې غړولې دي. شيخاني د ښوونځي دوره د بګرام هوايي ډګر د هلکانو لېسه کې په ١٣٦٨ لمريز کال کې پاى ته رسولې ده، نوموړي تر وکالت وړاندې د  دهن ميدان کلي د پراختيايي شورا د مشر او په بګرام کې د يوه خيريه بنسټ د اداري مرستيال په توګه دندې اجرا کړې دي. شيخاني د ولايتي شورا په کورنيو ټاکنو کې د شورا د منشي په توګه ټاکل شوى دى.
 ١٢-ملکه مايل زاده:
ملکه مايل زاده د محمد اسماعيل خان  لور، چې په ١٣٣٩ لمريز کال کې په پروان ولايت کې زېږېدلې ده. نوموړې د ښوونځي دوره په حره جلالي لېسه کې پاى ته رسولې او په ١٣٦٤ لمريز کال کې د پروان ولايت د لوړو زده کړو موسسې دارالمعلمين له ژبو او ادبياتو څانګې څخه فارغه شوې ده. مېرمن مايل زاده په حره جلالي لېسه کې د ښوونکې، د عالي تجربوي لېسې د ژبې او ادبياتو څانګې د امرې، د ښځو نمبريو لېسې د ښوونکې، بې بي حوا لېسې د تدريسي مرستيالې او ملګرو ملتونو د اسکان ادارې( يو ان هبيتات) سره کار کړى دى.
نوموړې د ولايتي شورا د ١٣٨٨ کال په ټاکنو کې تر بريا وروسته په کورنيو ټاکنو کې د سناتورې په توګه وټاکل شوه او په دې دوره کې هم د ولايتي شورا د وکيلې په توګه ټاکل شوې ده.
د اړيکې شمېره: ٠٧٠٥٧٢٠٤١٨
  ١٣-هوسۍ باياني:
هوسۍ باياني د عبدالصمد لور، چې په ١٣٣٧ لمريز کال کې د پروان د مرکز چاريکار ښار د لوړ بايان کلي کې نړۍ ته سترګې غړولې دي. مېرمن هوسۍ په ١٣٦١ لمريز کال کې د چاريکار ښار د حره جلالي له لېسې څخه تر فراغت وروسته د پروان ولايت د کليو پراختيا رياست کې د مامور په توګه دنده پيل کړه. نوموړې وروسته دهغه وخت د حکومت د ښځو سازمان د کلوب امرې په توګه دنده اجرا کړه، په ١٣٦٥ کال کې د ملي امنيت د کارکوونکې په توګه وګومارل شوه او په ١٣٧١ کال کې د پروان ولايت د کار او ټولنيزو چارو رياست کې د مربي په توګه وګومارل شوه.
هوسۍ همدارنګه په ١٣٨٤ کال کې د ښځو چارو رياست د مرستيالې په توګه مقرره شوه چې څلور کاله يې دغه دنده تر سره کړه. په ١٣٨٨ کال کې يې د پروان  ولايتي شورا ته لار ومونده. نوموړې د ولايتي شورا له پخوانيو غړو څخه ده او ددې شورا د بشري حقونو او ښځو څخه د دفاع کمېټې د مشرې په توګه کار کوي.
 ١٤-حسيبا عفت:
حسيبا عفت د اقا بابه لورو چې په ١٣٦٧ لمريز کال کې د پروان ولايت د جبل سراج ولسوالۍ په ګلبهار کلي کې نړۍ ته سترګې غړولې دي. مېرمن عفت د ښوونځي دوره په ١٣٨٧ لمريز کال کې په جبل سراج نجونو لېسه کې پاى ته رسولې او وروسته د پروان ولايت په دارالمعلمين کې شامله شوه او خپلې زده کړې يې تر ١٤ ټولګي پورې په ساينس څانګه کې تر سره کړې او په ورته وخت کې يې د پروان د عشق اباد نجونو لېسه کى د ښوونکې په توګه دنده اجرا کوله. مېرمن عفت په ١٣٨٩ لمريز کال کې د البيروني دارالعملين پيل کړ او اوسمهال د همدې پوهنتون د ژورناليزم پوهنځي د څلورم ټولګي محصله ده.
نوموړې په پروان کې له چاپي او غږيزو رسنيو سره کار کړى، خو تر وکالت وړاندې محصله وه.
د اړيکې شمېره: ٠٧٨٩٣٤٥٤٥٨
  ١٥-شيخ خادم حسين افضلي:
شيخ خادم حسين د عبدالرزاق زوى، چې په ١٣٦٤ لمريز کال کې  د پروان د سرخ پارسا  ولسوالۍ  د دره ترکمن په دولت خاني کې کلې زېږېدلى . افضلي خپلې لومړنۍ زده کړې په دولت خاني لېسه کې پاى ته رسولې او په ١٣٧١ لمريز کال کې د پاکستان په کويټه کې د حبيب الرحمن شهيد لېسې څخه فارغ شوى او ليسانس سند يې په ١٣٨٠ کال کې په ايران کې له قم مدرسې څخه تر لاسه کړى . افضلي تر وکالت وړاندې د دولت خاني کلي د ملي پيوستون شورا د مشر په توګه کار کړى دى.