١-د پروان د ځوانانو ټولنه:
 
دغې ټولنې په ١٣٨٦ لمريز کال کې په فعاليت پيل کړى دى، شاوخوا ٨٥٠٠ تنه ښځينه او نارينه غړي لري ، دوى فرهنګي، ورزشي ، علمي او ټولنيز فعاليتونه ترسره کوي ، ملي سوداګر ورسره مالي مرستې کوي او مسوول  يې محمد قسيم طبيب زاده دى.
 
د اړيکې شمېره: ٠٧٨٨٠٦٦٠٨٨
 
٢-د نسيم فرهنګي بنسټ:
 
دغه بنسټ په ١٣٩٠ لمريز کال کې په فعاليت پيل کړى دى، ٣٠٠ غړي لري ، ډېرى فرهنګي فعاليتونه ترسره کوي، تر اوسه يې ١٦ لويې فرهنګي غونډې ترسره کړې دي او  مسوول يې  محمد نسيم سحر ګلبهادري  دى.
 
٣-د خانه دوست فرهنګي بنسټ:
 
دغه بنسټ د پروان په بګرام ولسوالۍ کې په ١٣٩٠ لمريز کال کې په فعاليت پيل کړى دى،فرهنګي،ادبي او ټولنيزې غونډې ترسره کوي،دغه راز د ځوانانو لپاره هم يو شمېر فعاليتونه لري او هغوى  پوهنې ته رابولي. ددغه بنسټ مسوول  عبدالقاهر اريا نجات  دى.
 
داړيکې شمېره : ٠٧٨٦٦٢٢٢٣٦
 
٤-د ښځو د ښېګڼې ټولنيز سازمان:
 
دغه سازمان په پروان ولايت کې په ١٣٨٩ لمريزکال کې په فعاليت پيل کړى دى، ٥٠ تنه ښځينه غړې لري، دوى د ښځو د وړتياوو په لوړولو، د ښځو پر ځان بساينې، د هغوى د پوهنې کچې لوړولو او لاسي صنايعو او دې صنايعو ته د بازار موندلو په برخو کې فعاليت کوي.
دوى تر اوسه ٦٠٠ ښځو ته په بېلا بېلو برخو کې روزنه ورکړې او همکاري يې ور سره کړې ده. ددغه سازمان مسووله  نظيفه مجددي دى.
 
د اړيکې شمېره : ٠٧٠٠٩٥١٥٩٧
 
۵- د بګرام د نيالګيو روزونکو ټولنه:
 
دا ټولنه په ١٣٨٨ لمريز کال کې  فعاليت کوي، په پروان او کاپيسا ولايتونو کې کارونه ترسره کوي.
 
د اړيکې شمېره : ٠٧٠٠٠٢٩٦٢٨
 
۶- د پروان د صنعتکارانو او کروندګرو ښځو ټولنه:
 
دا ټولنه په ١٣٩٠ لمريز کال کې په فعاليت پيل کړى دى، د کار ساحه يې  په چاريکار او بالاخېل کلي کې د صنعت او کرنې په برخه کې فعاليت کول دي.
 
د اړيکې شمېره: ٠٧٠٠٠١٤٢١٠
 
۷- د بګرام ولسوالۍ د معلولينو ټولنه:
 
د اټولنه په ١٣٨٧ لمريز کال کې په فعاليت پيل کړ ىدى، د معلولينو دحقوقو لپاره مبارزه کوي.
 
د اړيکې شمېره:  ٠٧٠٠٢١٩١١٧