١-دنيا راډيو :
د پروان له فعالو راډيوګانو څخه يو هم دنيا ده. دغه راډيو په ١٣٨٩ لمريز کال کې د عبدالعليم ثاقب له خوا تاسيس شوې او خپرونې يې پيل کړي. د دنيا راډيو خپرونې د سهار له ٥ بجو پيلېږي او د شپې تر ١٢ بجو دوام لري ، چې په ټولو شمالي ولايتونو کې اورېدل کېږي .
دغه راډيو ٥٠ کارکوونکي لري، چې لګښتونه يې د شخصي بوديجې او اعلاناتو له لارې تمويلېږي .
د اړيکې شمېره : ٠٧٠٠٢٩٥٨٦٢     
٢-صداى صلح راډيو:
 
دا راډيو د پروان له فعالو راډيوګانو څخه ده، چې په ١٣٨٠ لمريز کال کې يې خپلې خپرونې پيل کړې دي . د صلح راډيو خپرونې هره ورځ دسهار له ٦ دغرمې تر ١٢ او د مازديګر له ٤ دشپې تر ١٠ بجو پورې دوام لري ، چې له پروان پرته په کاپيسا او د کابل په شمالي ولسواليو کې هم اورېدل کېږي . ددې راډيو مسوول مدير عبدالاحد رنجبر دى، ١٦ کارکوونکي لري او له شخصي بوديجې څخه تمويلېږي.
 
د اړيکې شمېره  : ٠٧٠٠٢٧٧٨٤٣
برېښناليک : [email protected]
 
 ٣-پروان څلورلس ورځنۍ :
دا هم د پروان له فعالو خپرونو څخه يوه ده، چې په ١٣٣١ لمريز کال کې داطلاعاتو او فرهنګ وزارت له خوا پيل شوه . ياده چاپي خپرونه  د اطلاعات او فرهنگ وزارت په لګښت د ١٠٠٠ ټوکو په شمېر په ټول افغانستان کې وېشل کېږي او ٤ کارکوونکي لري .
د اړيکې شمېره :٠٧٩٩٧٤١٧٣٩
٤-پيام شهر مياشتنۍ:
 
دغه مياشتنۍ خپرونه په ١٣٨٨ لمريز کال کې ددغه ولايت دمرکز چاريکارو ښار د ښاروال له خوا تاسيس شوې او  د ٩ کارکوونکو په لرلو سره هره مياشت د ١٠٠٠ ټوکو په شمېر د ښاروالۍ له بوديجې چاپېږي.
 
د اړيکې شمېره  :  ٠٧٠٠٥٩٨٣٥٧
برېښناليک  : [email protected]
 
 ٥-طلوع خورشيد راډيو:
دا راډيو دپروان ديوې وکيلې مېرمن سامعې سادات له خوا په ١٣٩١ لمريز کال کې جوړه شوې ، ٢٠ ساعته خپرونې لري او مسوول مدير يې حامدجباري دى.
   ٦-الهام راډيو تلوېزيون:
الهام راډيو تلوېزيون ددغه ولايت په مرکز چاريکارو کې ٢٤ ساعته خپرونې لري  او په ١٣٩١ لمريز کال کې يې خپل فعاليت پيل کړى دى. ددغه تلوېزيون د مسوول مديريت چارې د سيدقاسم هاشمي  پر غاړه دي.
د اړيکې شمېره : ٠٧٩١٥٠٠٢٠٠
٧-سپيدار څوارلس ورځنۍ :
سپيدار څوارلس ورځنۍ خپرونې په ١٣٩٢ لمريز کال  کې ددغه ولايت په بګرام ولسوالۍ کې  فعاليت پيل کړى او مسوول مدير يې عبدالله دانش دى .
د اړيکې شمېره: ٠٧٨٨٥٣٥١٥٥