پروان ولايت د مرکز په ګډون ١٠ اداري واحدونه لري.
١-چاريکار:
چاريکار د پروان ولايت مرکز دى او د کابل - شمال پر لويه لاره او  د غوربند او پنجشېر سيندونو پر سر پرته سيمه ده. ددې ښار خلک په دولتي او غير دولتي دفترونو کې د کارونو ترڅنګ ډېرى اوسېدونکي يې دچاقو ګانو د جوړولو په صنعت او يو شمېر نور يې پر کرنې بوخت دي ، ددې ښار د انګورو باغونه هم په سيمه کې سارى نه لري ، په ١٩٦٠ لسيزه  کې د افغانستان د نساجۍ تر ټولو لويه فابريکه چاريکارو ښار ته نږدې په ګلبهار سيمه کې وه. د ګل غونډۍ تپه ددې ښار له ښکلو سيمو څخه ده.
٢- سالنګ ولسوالي:
سالنګ ولسوالي د ولايت مرکز چاريکارو ښار شمال ته په ١٥ کيلو مترۍ کې موقعيت لري، خلک يې په مالدارۍ بوخت دي او لږ شمېر نور يې بيا په کرنيزو کارونو بوخت دي، د وروستيو شمېرو له مخې يې نفوس ٢٤٩٠٠ تنه اټکل شوى دى.
٣- سيد خېل ولسوالي
دا ولسوالي هم د مرکز چاريکارو ښار شمال ته په شپږ کيلو مترۍ کې موقعيت لري، خلک يې په کرنې بوخت دي او دلته غنم ډېر کرل کېږي، د وروستيو شمېرو له مخې يې نفوس ٤٣٧٠٠ تنه اټکل شوى دى .
٤- د جبل السراج ولسوالي:
دا ولسوالي هم د ولايت شمال ته په ١٠ کيلو مترۍ کې موقعيت لري، خلک يې په زراعت مصروف دي ، د وروستيو شمېرو له مخې يې نفوس ٦١٠٠٠ تنه اټکل شوى دى.
٥- د شينوارو ولسوالي:
دا ولسوالي د مرکز چاريکارو ښار لوېديځ لوري ته په ٣٠ کيلو مترۍ کې پرته  ده ، ددې ولسوالۍ خلک په باغدارۍ مصروف  دي، دلته زردالو، شفتالو، الو بالو، بادام او انګورو باغونه لري.
د وروستيو شمېرو له مخې يې نفوس ٣٩٤٠٠ تنه اټکل شوى دى.
٦- دغوربند ولسوالي:
دا ولسوالي هم د مرکز سوېل لوېديځ لوري ته په ٢٠ کيلو مترۍ کې موقعيت لري، خلک يې په باغدارۍ او نوره کرنه  بوخت دي، د وروستيو شمېرو له مخې يې نفوس ٩٢٥٠٠ تنه اټکل شوى دى
٧-د سرخ پارسا ولسوالي:
دا ولسوالي هم د غوربند درې د ولسواليو له ډلې څخه ده، په سوېل لوېديځ کې ٤٠ کيلو متره لرې پرته ده، دلته هم خلک باغداري کوي او د وروستيو شمېرو له مخې يې نفوس ٣٩١٠٠ تنه اټکل شوى دى.
٨-د شيخ علي ولسوالي:
دا ولسوالي هم د غوربند درې د ولسواليو له ډلې څخه ده، شمال لوېديځ لوري ته په ٤٠ کيلو مترۍ کې موقعيت لري، دلته هم خلک باغداري کوي او د وروستيو شمېرو له مخې يې نفوس ٢٣٦٠٠ تنه اټکل شوى دى
٩-د بګرام ولسوالي:
دا ولسوالي د مرکز چاريکارو ښار  په اته کيلو مترۍ کې ختيځ لوري ته موقعيت لري، دلته دانګورو باغونه او تاکونه ډېر دي او خلک پکې مصروف دي . د وروستيو شمېرو له مخې يې نفوس ٩٩١٠٠ تنه اټکل شوى دى.
١٠-د کوه صافي ولسوالي:
دا ولسوالي هم د مرکز ختيځ لوري ته په ١٥ کيلو مترۍ کې موقعيت لري ، خلک يې په مالدارۍ او زراعت بوخت دي. د وروستيو شمېرو له مخې يې نفوس ٢٩٦٠٠ تنه اټکل شوى دى.