پروان د افغانستان له مرکزي او دويم درجه ولايتونو څخه دى او د پلازمېنې کابل  شمال لوري ته په ٦٤ کيلو مترۍ کې موقعيت لري.
دغه ولايت، له ميدان وردګو ، باميانو ، بغلان ، پنجشېر او کاپيسا ولايتونو سره پوله لري او مرکز يې د چاريکارو ښار دى.
تشکيلاتي جوړښت:
چاريکار د دې ولايت مرکز او بګرام ،کوه صافي، جبل السراج، سالنګ،سيدخېل، شينواري، سياه ګرد، شېخ علي، غوربند او سرخ پارسا يې اړوند ولسوالۍ دي .
مساحت، نفوس او توکميز جوړښت :
ځينو سرچينو د پروان مساحت٥٧١٥ کيلومتره مربع او د وګړو شمېر يې شاوخوا ٦٠٠ زره تنه اټکل کړى ،خو ځينې سرچينې د دې ولايت نفوس او مساحت  تر دې ډېر او ځينې يې کم بولي .
په دې ولايت کې چې ټول ١٣٢٢ کلي لري،تاجک، پښتانه ، هزاره ، ترکمن او پشه يي اوسيږي، خو اکثريت يې تاجک او پښتانه دي .
ترکمن يواځې د شينوارو ولسوالۍ په ځينو سيمو او د پشه يي قوم اړوند کسان د پروان د مرکز په "پشان" کلي کې اوسيږي .
په کوه صافي کې يواځې پښتانه ، په سالنګ کې يواځې تاجک،  په سرخ پارسا کې ترکمن، تاجک، سادات او هزاره ،او په شېخ علي کې يواځې هزاره اوسيږي، خو د دې ولايت په پاتې نورو سيمو کې تاجک ، پښتانه او هزاره  ګډ ژوند کوي.
د پروان تاريخي او فرهنګي ځايونه :
د ښکلو شنو درو لرونکى  دغه ولايت ، چې  د امام اعظم رحمت الله عليه پلرنى ټاټوبى دى، په جبل السراج ، چاريکارو او بګرام کې تاريخي ځايونه لري .
د جبل السراج ماڼۍ په ١٩٠٧ ميلادي کال کې د امير حبيب الله خان د سلطنت په وخت کې جوړه شوې ده . له دې ماڼۍ څخه چې د "سراج الامصار " په نوم يادېده د امان الله خان د پاچاهۍ تر وخته ( ١٢٩٧کال پورې ) ، د پاچاهۍ د مقر په توګه کار اخيستل کېده .
دغه ماڼۍ د جګړو پر مهال سخته زيانمنه شوې ، خو تر اوسه ( ١٣٩٠کال د سلواغې مياشتې  ) يې بيارغونه نه ده شوې .
په هوفيان کې چې د دې ولايت د مرکز چاريکارو په لوېديځ کې موقعيت لري،د "شاه يوسف قتال" په ګډون ٧٢ تنه اصحاب کرام په شهادت رسېدلي او مقبرې يې په همدې سيمه کې دي.
دغه راز په دې سيمه کې د سيدعباس جان آغا، سيدجعفر مجرد  او ميرجهان زيارتونه هم شتون لري.
د چاريکارو لوېديځ ته په توپ دره کې د " کچري شلمتره لوړ منار "د کوشانيانو په وخت کې  جوړ شوى . دغه منار په ١٣٧٧ کال کې د راکټ د لګېدو له امله ونړېد او تر اوسه بيا نه دى رغول شوى . ددې ولايت بله تاريخي سيمه بګرام دى ،چې د کابل شاهانو دويمه پلازمينې وه .
د بګرام په صياد سيمه کې د کوشانيانو د مقتدر پاچا کنيشکاى کبير د زمانې ( ١٢٠ تر ١٦٠ ميلادي کلونو )  د ١٦ اتشکدو اثار اوس هم شتون لري .
د هېواد تر ټولو لوى هوايي  ډګر چې اوس د امريکايي ځواکونو پوځي اډه ده په کې ) هم د همدې ولايت په بګرام ولسوالۍ کې موقعيت لري.
تفريحي سيمې :
ګل غونډۍ د دې ولايت په مرکز کې مشهوره تفريحي سيمه ده ، چې ارغوان يې شاعرانو هم ستايلي او خلک په پسرلي کې له کابل او نورو ولايتونو څخه د تفريح لپاره ورځي .
سالنګ چې د نهو شمالي او شمال ختيځ ولايتونو لويه لاره په کې له دوه نيم کيلومتره اوږد تونل څخه تېرېږي، هم هغه غريزه او ډېره سړه سيمه ده ، چې خلک په اوړي کې د مېلو لپاره ورځي.
د پروان او کاپيسا تر منځ پرته سيمه ( د صياد پل ) هم تفريحي ځاى دى ، چې ښه کبان لري او خلک د مېلو لپاره ورځي.
کرنه :
د سالنګ ، پنجشنېر، غوربند، شتل او باريک آب سيندونه د پروان د اوبو سرچينې دي، خو د باريک اب سيند موسمي دى او تل اوبه نه لري. 
دغه ولايت نږدې ٧٥ زره هکتاره کرنيزې ځمکې لري ، چې مهم پېداوار يې انګور،مميز،توت ،غنم ، کچالو، جوار او لوبيا دي.د پروان توت او انګور ځانګړى شهرت لري.
په دې ولايت کې په تېره بيا مرکزي سيمو کې يې  ډول ، ډول سابه هم کرل کيږي ، چې يوه اندازه يې د خرڅلاو لپاره کابل ته هم وړل کيږي.
د پروان په تېره بيا د سرخ پارسا ، شېخ علي ، سياه ګرد ، شينواري او کوه صافي ولسواليو ډېرخلک مالدار دي.
په دې ولايت ، په تېره بيا جبل السراج ، سالنګ ، سيدخېل ، بګرام او  چاريکارو کې يو شمېر ښځې د بانجانو روب  او اچار هم جوړوي او ځينې يې رومي بانجان ، پياز او مرچ وچوي او پلوري يې .
کانونه:
د سياه ګرد په تيخان او د سرخ پارسا په پارسا دره کې د سکرو ډبرو ، د سرخ پارسا په ترکمن دره کې د مسو او د همدې ولسوالۍ په دره سرخ کې د سرپو او جستو ، د کوه صافي په بېلابېلو سيمو کې د کروميټ ډبرو،د سرخ پارسا ولسوالۍ په جرخشک سيمه کې د سرو زرو او په سالنګ کې د مرمر ډبرو کانونه شتون لري .
 د سکرو ډبرو ياد شوى کان  مخکې د دولت له خوا استخراج کېده ؛ اوس دغه کار په ټپه ولاړ دى ،خو  د  استخراج په موخه داوطلبۍ ته وړاندې شوى دى.
 په سالنګ کې د مرمرو او په کوه صافي کې د کروميټ ډبرو کانونه هم داوطلبۍ ته وړاندې شوي ، خو پاتې نور ياد شوي کانونه تر څېړنو لاندې دي او تر اوسه داوطلبۍ ته نه دي وړاندې شوي.
لاسي صنايع:
د چاريکارو  چاقوګان د دې ولايت له مشهورو  لاسي صنايعو څخه دي . د پروان ځينې نارينه او ښځينه ګليمونه هم اوبي ، خو له چرمو او مريو کالي او نور شيان جوړول هغه څه دي، چې ددې ولايت يو شمېر ښځې پرې بوختې دي .
ددې ولايت نساجي صنايع ( په ځانګړې توګه د کتان رخت) په ټول افغانستان کې مشهور دي.
پوهنه :
پروان ټول ٤١٠ ښوونځي لري، چې ١٥٩ يې لېسې ، ١٢٦ يې منځني ښوونځي او ١٢٥ يې لومړني ښوونځي دي . په دې ښوونځيو کې  ٨١٢ ښځينه او ٤٨٦٧ نارينه ښوونکي په تدريس بوخت دي .
په دې ښوونځيوکې تر اوسه ( د ١٣٩٠ کال تر پايه)  ١٢٨٠٧٠ هلکان او ٧٧١٦٥ نجونې په زده کړو بوختې دي.
دغه راز په دې ولايت کې د ديني زده کړو ٣٤ مرکزونه دي ، چې څلور يې دارالعلومونه ، ٢١ يې تر ١٢ ټولګي ديني مدرسې او ٩ يې دارالحفاظونه دي .
په دې ديني مرکزونو کې تر اوسه  ١٣٧٩٤ تنه نارينه او ٣٣٢١ تنه ښځينه زده کوونکو ته  د ٤٨٩ تنو استادانو له خوا، چې ١٣ يې ښځې دي ،زده کړې ورکول کيږي.
د پروان په مرکز کې د لوړو زده کړو دولتي انسټيټيوټ هم فعاليت لري. په دې انسټيټيوټ کې ٤٣٠٠ تنه، چې ٤٣٠ يې نجونې دي ، د ښوونې او روزنې ، کرنې ، اقتصاد ، ژورناليزم او حقوقو په پوهنځيو کې زده کړې کوي .د پروان په مرکز چاريکارو کې يو د قابلګۍ او بل د نرسنګ د زده کړو مرکزونه هم شتون لري.
په دې ولايت کې يو خصوصي پوهنتون او درې خصوصي ښوونځي فعاليت لري او په جوماتونو کې يې د ديني زده کړو درسونه هم شته دي.
روغتيا:
په دې ولايت کې ٧ روغتونونه او ٦٠ کلينيکونه فعاليت لري. يو ٨٠ بستريز روغتون په چاريکارو، يو ٥٠ بستريز روغتون په سرخ پارسا،يو ، يو ٢٠ بستريز روغتون په کوه صافي ، بګرام ، سالنګ او سياه ګرد ولسواليو کې فعاليت لري.
په جبل السراج ، شينوارو ، سيدخېل او  شېخ علي ولسواليو کې يو ، يو او په مرکز چاريکارو کې درې لومړۍ درجه کلينيکونه فعاليت لري .
د غه راز ٣٢ دويمه درجه کلينيکونه او ٢٢ فرعي کلينيکونه  د دې ولايت په بېلابېلو برخو کې فعاليت لري.
په پروان کې د دوو ګرځنده روغتيايي ټيمونو تر څنګ ٤٢٢ روغتيايي  پوستې هم شتون لري .
يادې پوستې په کليو کې وي  او په هره پوسته کې يو نارينه او يوه ښځه چې زده کړې ورکړل شوې دي ،  په رضاکارانه ډول خلکو ته روغتيايي معلومات ورکوي.
دغه راز په دې ولايت کې د افغان سويس روغتون او د هوفيان شريف کلينيک د دې ولايت په کچه خصوصي روغتيايي مرکزونه دي ، چې د ولايت په مرکز کې فعاليت لري.
رسنۍ :
په دې ولايت کې د پروان ملي او د الهام خصوصي تلوېزيونونه او د الهام ، دنيا ، صداى صلح او طلوع خورشيد خصوصي راډيوګانې فعاليت لري.
پروان اونيزه ، پروان پراختيايي مجله، د معارف فصل نامه ، د ښاروالۍ پيام شهر مياشتنۍ خپرونه او د اطلاعاتو او فرهنګ رياست اړوند د ځوانانو مياشتنۍ خپرونه ، په دې ولايت کې دولتي چاپي رسنۍ دي.
مدني ټولنې :
د ځوانانو ټولنه ، ايثار بنسټ،د ښځو د ټولنيز چوپړ پراختيا ټولنه،د ښځو د هوساينې ټولنه ، د ښځو د وړتياوو لوړولو ټولنه، د کرنې او صنعت په برخه کې د کارکوونکو ښځو ټولنه، د زده کړيالانو ټولنه او د روشنګرانو ټولنه ، ددې ولايت مدني ټولنې دي.
امنيت :
په دې ولايت کې د دولت وسله وال مخالفين (طالبان او د ګلبدين حکمتيار په مشرۍ حزب اسلامي ) فعاليت لري .دولتي چارواکيو ويلي ، چې  د حقاني شبکې هم هلته بريدونه کړي دي. وسله وال مخالفينو د پروان په مرکز چاريکارو او ځينو نورو سيمو کې هم څو ځله بريدونه کړي ، خو کوه صافي ، سياه ګرد او شنيوارو کې يې فعاليتونه ډېر دي .
کولتور:
په دې ولايت کې فرهنګي او کولتوري فعاليتونه د ځينو نورو ولايتونو په پرتله ښه دي، دلته هر کال په ګل غونډۍ کې د ارغوان مشاعره کېږي، ددې ترڅنګ نورې فرهنګي هڅې هم ترسره کېږي، په دې ولايت کې رسنۍ هم فعالې دي، راډيو ګاڼې، تلويزيونه او ځينې مهالنۍ رسنۍ هم شتون لري.
مشاهير:
خليل الله خليلي، محمد افسر رهين، مولانا عبدالرحمن سيدخېلي، جنرال بابه جان، حاجي الماس ، خواجه محمدنبي ، جان احمد، محمد شفيق شهيد، سناتور علي احمد، وکيل عثمان، قاري عبدالله، افسر رهبين، ډګروال جيلاني، محمد صابر صابري، عبدالستار خواصي، امر ستيال، امان الله هميمي، فضل الدين عيار او ضابط ګل محمد يې مشهورې څېرې دي.
لوبې:
په دې ولايت کې د نورو رزمي لوبو ترڅنګ په دې وروستيو کې کرکټ هم وده کړې او ولايتي لوبډله هم لري،د پروان والي تېر کال په دې ولايت کې دکرکټ ديوه لوبغالي د جوړولو لپاره ځمکه ځانګړې کړې وه. دغه راز په دې ولايت کې وزلوبه او نور وطني لوبې هم ترسره کېږي، دغه راز واليبال، فوټبال او د باسکټبال لوبډلې هم شته. ددې ترڅنګ په رزمي لوبو کې کاراته، تکواندو، جودو او نورې لوبې هم ترسره کېږي.