Voter registration centre head removed

 
چاريکار (پژواک ١٣ ورى ٩٢): د پروان په مرکز چاريکارو کې د رايې کارتونو د وېش د يو محل مشر د ټاکنيزې سرغړونې له امله د نوم ليکنې د پروسې په وروستۍ ورځ له دندې ګوښه شو.
په ټاکنو کې د رايې ورکوونکو د نوم ليکنې پروسه د غبرګولي په ١٣مه پيل او تېره ورځ پاى ته ورسېده.
په پروان کې د ټاکنيزو شکايتونو د دفتر مشر حجت الله مجددي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په ياد شوي محل کې د سرغړونو په اړه دوى شکايتونه ترلاسه کړي وو.
هغه وويل، چې دوى شکايتونه وڅېړل او د اسنادو پر بنسټ ورته ثابته شوه، چې په دغه محل کې عامو خلکو بايد د کارت د ترلاسه کولو لپاره ساعتونه انتظار ايستلى واى، خو ځينو کسانو کولاى شول چې په ډله ييز او انفرادي توګه له نوبته پرته کارتونه ترلاسه کړي.
دى وايي، چې د پروان د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون تېره ورځ په دې اړه د اسنادو له ترلاسه کولو وروسته د دغه محل د مشر (احمدجان) له دندې د ګوښه کېدو پرېکړه وکړه او خپله دغه پرېکړه يې د ټاکنو کمېسيون ته ابلاغ کړه.
مجددي وويل، چې دغه پرېکړه د ټاکنو د قانون د ٦٦ مې مادې له مخې شوې ده.
د يادې مادې له مخې، د ټاکنيز کارکوونکي له خوا د سرغړونې د څرګندېدو په صورت کې د شکايتونو کمېسيون له احوال سره سم د توصيې يا اخطار، نغدي جريمې او يا هم د ټاکنيز کارکوونکي له دندې د عزل کېدو پرېکړه کوي.
مجددي وايي، که څه هم چې د نوم ليکنې پروسه پاى ته رسېدلې، خو په ټاکنو کې د درغليو د مخنيوي لپاره د "وقايوي تدابيرو" په توګه د دوى دغه پرېکړه مهمه ده.
په پروان کې د ټاکنو د خپلواک کمېسيون مشر عبدالقاهر وهاب ساپى وايي، چې د ياد محل مشر د چارو د سمون په موخه نوى پر دنده ګومارل شوى و او په اړه به يې د پروان د شکايتونو کمېسيون له پرېکړې سره سم اقدام وشي.
دا په داسې حال کې ده، چې څو ورځې وړاندې يو شمېر کسانو پژواک خبري اژانس ته شکايت کړى و، چې په چاريکارو کې د رايو د کارتونو د توزيع په مرکز کې د ګڼې ګوڼې له امله د کارتونو ترلاسه کول ستونزمن دي.
ټاکل شوې د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو ټاکنې راتلونکې شنبې (د وري ١٦مه) ترسره شي.

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.