چاريکار( پژواک، ٩ زمرى ٩٢ ) : د پروان په مرکز چاريکارو کې يو تن د ماين په چاودنه کې ووژل شو،خو ددې ولايت د کوه صافي ولسوال بيا د ماين له چاودنې روغ ووت .
د پروان د امنيه قوماندانۍ د جنايي جرمونو پر وړاندې د مبارزې مدير سمونوال محمدنارام پژواک خبري اژانس ته وويل، چې نن سهار شاوخوا ٤ بجې د چاريکارو د زاړه ښار په ملتاني سيمه کې يو تن د ماين چاودنې وواژه .
ده وويل ، د نوراقا په نوم دغه تن ، چې د سيمې عادي اوسېدونکى و، د سهار لمانځه د ادا کولو لپاره جومات ته روان و ، چې په کوڅه کې د ځاى پر ځاى کړل شوي ماين چاودنې وواژه .