درگیری افراد مسلح غیرقانونی در پروان ٩ کشته برجا گذاشت

 
چاريکار (پژواک ٢٩ چنګاښ ٩٢): چارواکي وايي، د پروان په جبل السراج ولسوالۍ کې د نامسوولو وسله والو تر منځ نښته کې ٩ تنه وژل شوي دي.
د جبل السراج ولسوال سمندر سکندري پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه شاوخوا يو ساعته نښته تېره ورځ د عين الدين او صفا په نوم د دوو نا مسوولو وسله والو تر منځ د يادې ولسوالۍ په کوز ګذر سيمه کې رامنځته شوه.
هغه وويل، چې په نښته کې عين الدين، د هغه ښځه، يو ماشوم زوى، ورور، دوه ساتونکي او دوه پلويان او دغه راز د صفا ورور وژل شوي دي.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، صفا پوليسو نيولى او پوښتنې ترې روانې دي.
دى وايي، چې تر دې دمه د نښتې لامل نه دى څرګند، خو په اړه يې څېړنې پيل شوې دي.
د سيمې اوسېدونکو ويلي، چې دوى د جګړې د پيل په لامل نه پوهېږي، خو ښکېل کسان پخواني وسله وال دي او جهادي مخينه لري.
جبل السراج د پروان له مرکزه اوه کيلومتره لرې شمال لور ته موقعيت لري.

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.