District chief survives roadside blast

 
چاريکار( پژواک، ٩ زمرى ٩٢ ) : د پروان په مرکز چاريکارو کې يو تن د ماين په چاودنه کې ووژل شو،خو  ددې ولايت د کوه صافي ولسوال بيا د ماين له چاودنې روغ ووت .
د پروان د امنيه قوماندانۍ د جنايي جرمونو پر وړاندې د مبارزې مدير سمونوال محمدنارام پژواک خبري اژانس ته وويل، چې نن سهار شاوخوا ٤ بجې د چاريکارو د زاړه ښار په ملتاني سيمه کې يو تن د ماين چاودنې وواژه .
ده وويل ، د نوراقا په نوم دغه تن ، چې د سيمې عادي اوسېدونکى و، د سهار لمانځه د ادا کولو لپاره جومات ته روان و ، چې په کوڅه کې د ځاى پر ځاى کړل شوي ماين چاودنې وواژه .
د يو بل خبر له مخې ، د پروان د کوه صافي ولسوال سيف الله بېدار ، نن سهار شاوخوا ٧ بجې  د سړک غاړې ماين له چاودنې روغ ووت.
بېدار پژواک خبري اژانس ته وويل، چې  له مرکز چاريکارو څخه کوه صافي ته روان و ، چې د کوه صافي په بيلان  سيمه کې يې پر موټر ماين وچاودېد.
هغه وويل، چې موټر يې زيانمن شوى ،خو ده او په موټر کې له ده سره سپرو کسانو ته زيان نه دى رسېدلى.

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.