د پروان والي: د ټاکنيزو ډلو ځينې کسان د تفرقې اچولو هڅې کوي

چاريکار (پژواک د تلې لومړۍ نېټه ٩٣): د پروان والي، د برهان الدين رباني د درېيم تلين په اړه جوړې شوې ناسته کې د ملي يووالي حکومت پر جوړېدو خوښي څرګنده کړه، خو ويې ويل چې په دواړو ټاکنيزو ډلو کې ځينې کسان د تفرقې اچولو هڅې کوي.

د جمعيت اسلامي ګوند مشر او د افغانستان پخوانى ولسمشر استاد برهان الدين رباني، درې کاله مخکې د وږي په مياشت کې د يوه ځانمرګى بريدکوونکي له خوا، چې ځان يې د وسله والو طالبانو د سولې پيغام راوړونکى معرفي کړى و، کابل کې په خپل کور کې ووژل شو.

نن د پروان په مرکز چاريکارو کې د سولې عالي شورا د مشر استاد رباني د درېيم تلين په مناسبت د شاوخوا ٣٠٠ کسانو په ګډون غونډه جوړه شوې وه.

د پروان والي عبدالبصير سالنګي، دې ناستې ته په وينا کې، رباني ستر مجاهد شخصيت وباله او ويې ويل، چې هغه په افغانستان کې د سولې د ټينګښت لپاره هم ډېرې هلې ځلې وکړې.

ده په نننۍ غونډه کې د ملي يووالي حکومت د جوړېدو پر هوکړې خوښي څرګنده کړه او دا کار يې د افغانستان په خير وباله.

خو هغه وويل، چې د دواړو ټاکنيزو ډلو (تحول او تداوم، اصلاحات او همپالنې) ځينې کسان هڅه کوي، چې تفرقه رامنځته کړي او د دې ډلو د مشرانو تر منځ چې د ملي يووالي حکومت پر جوړېدو سره سلا شوي او په دې توګه يې هېواد له کړکيچ څخه ژغورلى، د همکارۍ روحيه له منځه يوسي.

والي په دې اړه د چا نوم ياد نه کړ، خو ويې ويل چې ځينې کسان د رسنيو له لارې داسې څرګندونې کوي، چې ملي يووالي ته صدمه رسوي.

ده له اشرف غني احمدزي او عبدالله عبدالله وغوښتل، چې د هېواد د سوکالۍ او پرمختګ لپاره په خپلو ژمنو او هوکړې وفا وکړي.

اشرف غني احمدزي تېره ورځ وويل، چې دى او عبدالله خپلو ژمنو ته متعهد دي او د ملي يووالي حکومت به يو پياوړى او هدفمند حکومت وي.

د پروان د سولې عالي شورا مشر انجنير زلمي هم په دې غونډه کې د والي سالنګي خبرو ته ورته څرګندونې وکړې او د افغانانو تر منځ يې پر ملي يووالي ټينګار وکړ.

د غبرګولي په ٢٤مه، د ولسمشرۍ دويم پړاو ټاکنې تر سره شوې، خو په ټاکنو کې د پراخو درغليو د ادعاوو له امله له بن بست سره مخ شوې.

وروسته ټولې رايې بيا وڅېړل شوې او دواړه مخکښ نوماندان (اشرف غني احمدزى او عبدالله عبدالله) د ملي يوالي په حکومت، چې د دواړو ټاکنيزو ډلو له خوا به جوړېږي، سره سلا شول.

د ټاکنو خپلواک کمېسيون، اشرف غني ولسمشر اعلان کړ او ټاکل شوې، چې عبدالله د ملي يووالي حکومت د اجرايه رييس په توګه کار وکړي.

د پروان والي په نننۍ ناسته کې دا هم وويل، چې ځينې کسان په پاکستان کې د ماين اېښودلو او نورو وسله والو بريدونو زده کړې کوي او هڅې کوي، چې پروان ناامنه کړي.

دغه راز دى وايي، په دې ولايت کې ځينې غله او لاره وهونکي هم شته، خو ده اړوندو امنيتي چارواکو ته امر کړى او فشار يې پرې راوړى، چې په دې ولايت کې په کلکه د هر ډول ناامنيو مخه ونيسي.

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.