جلال اباد ( پژواک ٢ لړم ٩٢ ) : د کونړ او نورستان ولايتونو د ولايتي شورا د رييسانو نومونه د د راتلونکو ټولټاکنو له لومړني نوملړ څخه ايستل شوي دي.
د ټولټاکنو خپلواک کمېسيون دوه ورځې مخکې د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو د کانديدانو لومړنى نوملړ خپور کړ.
د کونړ د ولايتي شورا د کانديدانو په خپور شوي نوملړ کې د ولايتي شورا د اوسني رييس ميا حسين عادل ، چې ځان يې بيا کانديد کړى و، نوم ايستل شوى دى.