Rebel leader among 7 dead in drone strike

 
اسعداباد (پژواک ٥ وږى ٩٢): چارواکي وايي، چې د کونړ په وټه پور ولسوالۍ کې د بې پيلوټه الوتکې بريد د يوه قوماندان په ګډون اوه وسله وال وژلي دي.
د کونړ امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالحبيب سيدخېل د وږي په ٥مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په وژل شوو کې دوه عرب هم شامل دي.
د نوموړي په وينا، دغه بريد تېره شپه د وټه پور په څانګار سيمه کې ترسره شوى دى.
د امنيه قوماندان په خبره، په دغه بريد کې د سيمې خلکو ته کوم زيان نه دى رسېدلى.
تر دې مخکې هم د کونړ په بېلابېلو سيمو کې د بې پيلوټه الوتکو په بريدونو کې د دولت وسله وال مخالفين په نښه شوي دي.
وسله والو د پېښې په تړاو څه نه دي ويلي.

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.