اسعد اباد (پژاک ٢٣ چنګاښ ٩٢): د کونړ د ولايت مقام اجرائيه مدير د تراوېح له لمانځه وروسته د وسله والو له خواپر ډزو وژل شوى دى.
د کونړ مرستيال والي قاضي محمدنبي احمدي د چنګاښ په ٢٣مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې  تېره شپه د ولايت مقام د مرستيال اجرائيه مدير راضي خان د وټه پور ولسوالۍ د کورباغ په سيمه کې له تراوېح وروسته خپل کور ته روان و، چې تر بريد لاندې راغى.
نوموړى وايي، د يو داسې چا وژنه چې د خداى کور ته د عبادت لپاره تللى وي، غيرې اخلاقي او غيرې اسلامي او د غندلو وړ کار دى.
راضي خان له دې وړاندې د ولايت مقام د اداري مجلس د مدير په توګه هم دنده ترسره کړې وه.
تر اوسه د دې وژنې مسووليت کومې ډلې پر غاړه نه دى اخيستى.
د يادونې ده، تر دې مخکې هم په کونړ ولايت کې يو شمېر دولتي مامورين او د غيرې دولتي موسسو کار کوونکي وژل شوي او تښتول شوي دي.
 

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.