د کونړ د ولايتي شورا رييس او د نورستان مرستيال له نوملړڅخه ايستل شوي

 
جلال اباد ( پژواک ٢ لړم ٩٢ ) : د کونړ او نورستان ولايتونو د ولايتي شورا د رييسانو نومونه د د راتلونکو ټولټاکنو له لومړني نوملړ څخه ايستل شوي دي.
د ټولټاکنو خپلواک  کمېسيون دوه ورځې مخکې د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو د کانديدانو لومړنى نوملړ خپور کړ.
د کونړ د ولايتي شورا د کانديدانو په خپور شوي نوملړ کې د ولايتي شورا د اوسني رييس ميا حسين عادل ، چې ځان يې بيا کانديد کړى و، نوم ايستل شوى دى.
د کونړ د ټاکنو د ولايتي دفتر د عامه اړيکو مسوول سعادت الله ميرزا د لړم په ٢مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دوى د ولايتي شورا د پخواني رييس د نوم د لرې کېدو د لامل په اړه رسنيو ته څه نه شي ويلى.
دى وايي، که هر څوک غواړي ياد لامل وپوښتي د ټاکنو کمېسيون د شکاياتو څانګې ته دې مراجعه وکړي.
بلخوا پژواک هڅه وکړه ، چې د کونړ د ولايتي شورا د  رييس مياحسن عادل نظر  واخلي، خو نوموړي له خبرو کولو ډډه وکړه.
همداراز د نورستان د ولايتي شورا له  ٢٥ احتمالي کانديدانو څخه د ولايتي شورا د پخواني مرستيال امان الله عنايت الرحمن په ګډون د څلورو تنو نومونه ايستل شوي دي.
دى وايي، چې تر اوسه پورې يې دى هم په لامل نه دى پوهيدلى، چې ولې يې نوم له لېست څخه لرې شوى دى.
هغه زياته کړه : (( زه ديني زده کړې لرم، شرعيات مې لوستي، د زده کړو په برخه کې هم ستونزه نه لرم او کارتونه مې هم شفاف دي.))
امان الله زياتوي ، چې څو ځله يې هڅه وکړه، خو د ټاکنو ولايتي کمېسيون ورته لامل نه په ډاګه کوي.
دى وايي ، چې خپل شکايت به ثبت کړي، ځکه په حق کې يې زياتى شوى دى.
د نورستان د والي وياند محمد ظاهر بهاند هم وايي، چې په نورستان کې له لومړني لېست څخه د څلورو کانديدانو نومونه لرې شوي دي.

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.