غزني (پژواک ١٦ چنګاښ ٩٢): چارواکي وايي، چې د وسله والو طالبانو له لوري د غزني د اندړو ولسوالۍ په يوه جومات کې اېښودل شوو چاودېدونکو توکو چاودنه کړې، چې له امله يې جومات نړېدلى او څلور تنه ټپيان شوي دي.
د اندړو ولسوال قاسم ديسي وال د چنګاښ په ١٦مه پژواک اژانس ته وويل، چې دغه پېښه تېره شپه د لغړو په کلي کې رامنځ ته شوې ده.
نوموړى وايي، چې د دې پېښې په غبرګون د کلي سلګونه خلک، ځوانان او سپين ږيري د طالبانو خلاف لاريون ته راوتلي دي.