غزني (پژواک،٣۰ورى۹۳) : د غزني د ټاکنېزو شکاياتو کمېسيون مسوولين وايي، چې د ځينو شکايتونو پر بنسټ يې په دغه ولايت کې د ٩١ مرکزونو د رايې صندوقونه قرنطين کړل.
ددغه کمېسيون کمېشنر احمدشاه وحدت د وري په ٣٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل، دوى ته نږدې ۵۴ شکايتونه شوي، چې له دې ډلې ۱۷ يې د ولسمشرۍ او ۲۰ يې د غزني د ولايتې شورا له کانديدانو او۱۷ نور يې دټاکنو کمېسيون له کارکوونکو څخه شوي دي.