Despite threats, Andar residents to vote

 
غزني ښار (پژواک ١١ مرغومی ۹۲): د غزني د اندړو ولسوالۍ اوسېدونکي چې په تېرو ټاکنو کې يې د طالبانو د ګواښونه له امله ګډون نه و کړى، وايي چې په راتلونکو ټاکنوکې برخه اخلي.
د يادې ولسوالۍ د صاحب خان کلي اوسېدونکی حاجي محمدانور وايي، چې اوس په ډېرى سيموکې امنيتي حالت ښه شوى، کولای شي پرته له وېرې په ټاکنوکې ګډون وکړي.
نوموړي پژواک خبري اژانس ته وويل: ((په تېرو ټاکنو کې هېڅوک له خپل کوره نه شوای وتلای او هېچا هم رايه ورنه کړه، طالبانو ګواښونه وکړل، لارې يې وتړلې.))
 محمدانور زياتوي، کله چې يې په سيمه کې د وسله والو طالبانو پر وړاندې ولسي پاڅون وشو نو له هغه وخته په سيمه کې امنيت ښه شوی، اوس سيمه ييز او ملې پوليس او پاڅون کوونکي پر سيمه واکمن دي.
 د دې ولسوالۍ د چهاردېوال سيمې اوسېدونکی رحيم الله د دې تر څنګ چې په ټاکنو کې برخه اخلي خو له راتلونکي ولسمشره يې وغوښتل، چې د اندړو ولسوالۍ ته دې زياته پاملرنه وکړي.
 هغه زياته کړه: ((دوولس کاله مو په جنګ کې تېر کړل، تر اوسه دولت اندړو ته هېڅ پاملرنه نه ده کړې، خلک ډېر ځورېدلي، کار ته اړتيا لري.))
 پخوانی جهادي قوماندان او قومي مشر عبدالقادر راتلونکو ټاکنوته هيله من دى.
نوموړى د اندړو ولسوالۍ له خلکو غواړي، چې داسې يو کانديد ته رايه ورکړي څو وکړاى شي د سيمې ستونزو ته پاملرنه وکړي.
نوموړي پژواک ته وويل، په تېرو ولسمشريزو ټاکنو کې ډېره سيمه د وسله والو تر ولکې لاندې وه، خلکو ته يې د مرګ ګواښ کړى و، تر څو په ټاکنو کې برخه وانه خلي.
 د ده په وينا، وسله وال اوس هم هڅه کوي، په خلکو کې وېره خپره کړي او په ټاکنو کې له ګډونه يې راوګرځوي، خو د دوى دا هڅه به بريالي نه شي، هغه له خلکو غوښتنه وکړه، چې په ټاکنو کې برخه واخلي او له هېچا وېره ونه کړي.
 د اندړو ولسوال محمدقاسم ديسيوال هم وايي، چې اوس يې پراخې سيمې تر واک لاندې دي او خلک کولى شي، چې په ټاکنو کې د خپلې خوښې کانديد ته رايه ورکړي.
د ولسوال په وينا، چې د ټاکنو د خونديتوب لپاره يې هڅې پيل کړې، په هغې ورځ به خلک په ارامه فضا کې خپلې رايې وکاروي.
دا په داسې حال کې ده، چې په تېرو پارلماني او د ولايتي شورا په ټاکنو کې د نا امنۍ له امله خلکو ګډون ونه شو کړاى او د اندړو په ولسوالۍ کې يواځې د انتخاباتي مرکز دريو کار کوونکو خپلې رايې کارولې وې.
 د ولسمشرۍ او ولايتي شورا ګانې به د ١٣٩٣ کال د وري په ١٦مه ترسره کېږي.

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.