IECC wants complaints based on proofs

 
غزني (پژواک ۱۸ورى۹۳):د غزني د ټاکنو او ټاکنيزو شکايتو کمېسيونونو چارواکي وايي، هغه شکايتونه بايد مستند شي چې په دغه ولايت کې د درغليو په اړه شوي دي.
د ټاکنو د شکايتونو کمېسيون کمېشنر عبدالقدير تګين د وري په ١٨مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې تر اوسه يې په غزني کې ۱۰۰ شکايتونه ثبت کړي دي.
تګين وايي، د ولسمشرۍ د ځينو نوماندانو له ټاکنيزو مرکزونو يې داسې شکايتونه ترلاسه کړي، چې ګني د غزني په يو شمېر ولسواليو کې ولسوالانو او امنيه قوماندانانو يو مشخص کانديد ته کار کړى او صندوقونه يې ورته ډک کړي دي.
هغه وايي: ((تر اوسه د دغو شکايتونو شواهد له موږ سره نه دي شريک شوي او شکايت کوونکي بايد ژر تر ژر په دې اړه اسناد وړاندې کړي.))
بلخوا د غزني د ټاکنو خپلواک کمېسيون رييس وايي، د ټاکنو په ورځ يو شمېر ستونزې موجودې وې خو د ده په وينا له دې سره سره په دغه ولايت کې د ټاکنو بهير ډېر ښه و.
شاه جهان سرداري پژواک ته وويل: ((دغه ستونزې په ټول هېواد کې وې خو په غزني کې زياتې جدي نه وې، چې د ټاکنو بهير يې ننګولى واى.))
سرداري وايي، چې په غزني کې د رايو شمېرنې پروسه پاى ته رسېدلې خو په دې اړه يې معلومات نه درلودل، چې په دغه ولايت کې څومره خلکو په ټاکنو کې برخه اخيستې ده.
دى زياتوي: ((له ۷ ولسواليو د ټاکنو مواد را رسېدلي او د پاتې نورو ولسواليو مواد د باران له امله ځنډېدلي خو هغه به هم ډېر ژر را ورسېږي.))
د ټاکنو کمېسيون رييس له امنيتي ځواکونو مننه وکړه، چې د ټاکنو په ورځ يې د ټاکنو بهير او د دوى د کار کوونکو ښه امنيت نيولى و.

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.