غزني ښار (پژواک، ٢٠ زمرى ٩٤): چارواکي وايي چې وسله والو طالبانو له غزني ولايت څخه تښتولي څلور انجنيران وژلي دي.
د غزني د والي وياند شفيق ننګ د زمري په ٢٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې وسله والو طالبانو دغه څلور انجنيران د تېرې پنجشنبې په ورځ له جغتو ولسوالۍ وتښتول او بيا يې خوږياڼو ولسوالۍ ته لېږدولي وو.
هغه زياته کړه چې وسله والو دغه کسان تېره شپه وژلي او مړي يې نن سهار د غزني ښار اړوند د اسفنده په سيمه کې اچولي وو چې د سيمې د اوسېدونکو په خبره، پوليسو ترلاسه کړي دي.
د غزني د والي وياند د دغو انجنيرانو په اړه نور معلومات ورنه کړل.