غزني ښار (پژواک ١٠ وږى ٩١): چارواکي وايي، چې وسلوالو طالبانو د غزني په ولايتي شورا کې د اندړ ولسوالۍ د يوه استازي امان الله کامراني او يو بل کس کورونه سوځولي او دوه تنه يې له ځان سره بيولي دي.
د غزني د والي وياند فضل محمد سباوون نن (د وږی١٠مه) پژواک خبري اژانس ته وويل، چې تېره شپه وسلوالو طالبانو په اندړو ولسوالۍ کې د ولايتي شورا د يوه غړي او د يو بل عام کس کورونه سوځولي او دوه تنه يې بيولي هم دي.
د والي وياند وايي، چې دغه دوه تنه عام وګړي دي.