Iranian police beat Afghan official

غزني ښار( پژواک ١٢سلواغه ٨٩) : د غزني د ولايتي شورا غړى حميدالله دانش په ايران کې د افغان کډوالو لخوا د افغانستان پر ضد د لاريون د مخنيوي له امله د ايراني پوليسو لخوا سخت ډبول شوى دى. حميدالله دانش، چې تر ډبولو ورسته د ايران په مرکز تهران ښارکې په يو روغتون کې تر درملنې لاندې دى پژواک خبري اژانس ته د ټېلېفون په ليکه وويل،چې پرون ماسپښين يوه بجه د تهران ښار د باقر شهر سيمې ته نږدې ګڼ شمير کسانو د ده موټر ودراوه. دنوموړي په وينا: (( د ايران يو شمېر مخفي پوليسو او ملکي کسانو ، چې شمېر يې شاوخوا پنځلس تنو ته رسېده، سخت يې ووهلم او يوه سترګه مې هم ژوبله شوې ده.)) نوموړى وايي، چې څو ورځې مخکې ايران ته د خپلې درملنې په موخه را رغلى او هلته خبر شوى، چې ايرانيانو په تهران کې يو شمير افغان ګډوال د افغانستان حکومت پر خلاف لاريون کولو ته هڅول. دانش وويل، چې د ايرانيانو ددې عمل مخنيوى يې وکړ ، چې په پايله کې د ايران حکومت لخوا يې د وهل کېدو پلان برابر شوى او وډبول شو. دى زياتوي، چې تر وهلو وروسته په سيمه کې پرېښودل شو، چې بيا وروسته د خپلو دوستانو لخوا ددرملنې لپاره روغتون ته يوړل شو. په همدې اړه نن د غزني د ولايتي شورا رييس حميدالله نورزي او څو تنو غړيو يې په ګډه د يوې خبري ناستې پرمهال د ايراني پوليسو دا عمل په کلکه وغنده . نورزي وويل، چې دانش له خپل ولس او حکومت څخه د دفاع په خاطر وهل شوى. هغه زياتوي ، چې په ايران کې سلګونه زره افغانان د ايرانيانو له بدچلند څخه شکايت کوي او لسګونه ستونزې يې ورته راولاړې کړې دي. د نوموړي په خبره، د ولايتي شورا يو درې کسيزه پلاوى ټاکل شوى، چې په کابل د بهرنيو چارو وزارت له لارې په رسمي ډول د پيښې په اړه څېړنې وکړي. ده هم وويل، چې دانش ايران ته د درملنې لپاره تللى و. دانش دغزني د جاغوري ولسوالۍ اوسېدونکى او د غزني ولايتي شورا غړى دى. پژواک اژانس هڅه وکړه ، چې په کابل کې د ايران سفارت نظر واخلي، خو بريالي نشو. ديادونې ده ، چې له تېرو دوو مياشتو راهيسې د افغانستان په پوله په ايران کې د افغان سوداګرو سلګونه د تېلو ټانکرونه درول شوي و، چې په اړه يې په دې وروستيو کې په کابل او يو شمېر نورو ولايتونو کې د ايران ضد لاريونونه وشول. د دغو لاريونونو په ترڅ کې لاريون کوونکيو په کابل کې د ايران پر سفارت د هګيو بريد وکړ او د ايران د مذهبي مشر علي خامنه يي او د ايران د ولسمشر محمود احمدي نژاد عکسونه يې وسوځول. د ايران پر سفارت د همدې بريد په ځواب کې د ايران په قم ښار کې هم يو شمېر افغانانو لاريون وکړ او د ايران پرسفارت يې بريد وغنده، خو دغه لاريون نمايشي او د ايراني چارواکيو په سپارښتنه شوى لاريون بلل شوى دى.

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.