Ghazni provincial council chief at odds with governor

غزني ښار ( پژواک ٢٨ سلواغه ٨٩): د غزني د ولايتي شورا رييس ادعا وکړه، چې په تېرو څلورو کلونو کې سم والي دغه ولايت ته نه دى راغلى او له مرکزي حکومت څخه يې غزني ته د يوه کارپوه والي غوښتنه وکړه. د ولايتي شورا رييس حميدالله نوروز د سلواغې په ٢٨مه، په يوه خبري غونډه کې وويل، چې د غزني اوسنى والي، موسى خان اکبرزاده تل په غير رسمي سفرونو بوخت وي او د کار يې لس مياشتې تېرېږي او دى يوازې دوه مياشتې په غزني کې و. هغه ادعا وکړه، چې ولايتي شورا ته د څار حق نه ورکول کېږي او په غونډو کې د ګډون بلنه هم نه ده ورکړل شوې. د نوموړي په وينا، څو ځلې يې له والي غوښتي، تر څو له دوى سره په غونډو کې ګډون وکړي او د حالاتو په اړه ترې معلومات وغواړي؛ خو والي يې بلنه او غوښتنه نه ده منلې. حميد الله نوروز وويل، چې په غزني کې د سولې شورا جوړه شوه، خو ولايتي شورا نه پرې خبره شوه او نه هم په شورا کې د غړيتوب حق ورکړل شو. د ولايتي شورا رييس وايي، چې غزني په ٢٠١٣ کال کې د اسلامي کلتور او تمدن پلازمېنه نومول کېږي او د هماغه کال لپاره سترو پراختيايي پروژو ته اړتيا لري، چې تر دغه مهاله په دې اړه هيڅ کار هم نه دى شوى. د هغه تر خبري ناستې سمدستي وروسته د غزني والي هم له خبريالانو سره په يو ځانګړې خبري ناسته کې دغه ادعاوې ټولې رد کړې. موسي خان اکبرزاده وويل، چې ولايتي شورا ته احترام لري او هيڅکله به ټکر ورسره ونه کړي، خو زياته يې کړه، چې په هره غونډه کې د شورا استازي حاضر وي او په هر کار کې ورسره سلا مشوره کېږي. والي وايي، چې تر دغه مهال يې هيڅ غير رسمي سفر نه دى کړى او که په رسمي سفر چېرته تللى دى د ولايتي شورا استازې ورسره ملګري وي. هغه زياتوي، چې د ٢٠٠٧ کال لپاره غزني د اسلامي تمدن او کلتور د پلازمېنې په نوم ونومول شو، خو په تېرو درېيو کلونو کې هيڅ کار هم نه دى شوى. والي وايي، چې ده د خپل کار په لس مياشتنۍ موده کې څو سترې پروژې بشپړې کړې او د راتلونکي ٢٠١١ کال لپاره يې د ولايتي بيارغونې په ګډون له څو نورو مرستندويه ادارو سره د پراختيايي پروژو د پيل تړونونه کړي دي. دا په داسي حال کې ده، چې د غزني د لومړۍ ولايتي شورا او د هماغه مهال د والي، ډاکټر عثماني تر منځ هم لفظي جګړه، د ولايتي شورا د دفتر تر تړل کېدو پورې ورسېده.

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.