Ghazni governor warns of poll insecurity

غزني ښار (پژواک ۴ ورى ۹۲): د غزني والي وايي، که څه هم په تېرو ټاکنو کې په دې ولايت کې زياتې ستونزې وې، خو په راروانو ټاکنو کې به هم په يو شمېر ولسواليو کې امنيتي ستونزې وي.
د غزني والي موسى خان اکبرزاده، سره له دې چې وايي، سږکال په غزني کې امنيت له پخوا ښه شوى، خو بيا هم زياتوي: "په راروانو ټاکنو کې به د غزني په ګيرو، اجرستان، رشيدان او ناوه ولسواليو کې ستونزې ولرو، ځکه په دې ولسواليو کې امنيت خراب دى."
 ده زياته کړه، په تېرو ټاکنو کې هم په زيات شمېر سيمو کې خلکو د امنيتي ستونزو له امله ونه شوى کولى، چې خپلې رايې وکاروي، خو سږکال به له دې ولسواليو پرته په نورو ټولو ولسواليو کې امنيت ښه وي او خلک به په ازاده توګه خپلې رايې وکاروي.
 د هغه په وينا: "که څه هم اوسمهال په غزني کې امنيتي ګواښونه شته، خو د پخوا په څېر نشته او خلکو ته ډاډ ورکوم، چې په دې ورځ به امنيتي ستونزې نه وي."
 د غزني والي د دې پوښتنې په ځواب کې، چې په راوانو ټاکنو کې به هم په دې ولايت کې د تېرو ټاکنو په څېر درغلي وي، وويل: "که چېرته د کانديد ناظر موجود وي، دولت به د دې توان ونه لري ، چې په ټاکنو کې لاسوهنه وکړي او هېڅ درغلي به نه وي."
نوموړى په داسې حال کې د تېر په پرتله د امنيت د ښه والي خبره کوي، چې د غزني ولايتي شورا او يو شمېر اوسېدونکي په غزني کې راتلونکو ټاکنو ته اندېښمن دي.
 د غزني د ولايتي شورا مرستيال عبدالجامع جامع وايي، د غزني امنيت پخوا هم خراب و او له دې وروسته به هم خراب وي.
ده پژواک اژانس ته زياته کړه: "په غزني کې امنيتي ستونزې شته، فکر نه کوم چې په غزني کې دې له درغليو پرته ټاکنې ترسره شي."
د ده په خبره، له هرڅه مخکې دولت بايد د غزني امنيتي حالت ته پاملرنه وکړي او که چېرته امنيت ښه وي، ټاکنې به هم ښې وي.
د غزني يو اوسېدونکى محمد جواد هم راتلونکو ټاکنو ته اندېښمن دى او وايي: "تېر ځل مو وليدل ،چې ټول صندقونه په ښار کې د کانديدانو له لوري ډک شول، ځکه په ولسواليو کې امنيت خراب و، خلکو هېڅ رايه ونه کاروله."
 ده زياته کړه، که امنيت د اوس په څېر خراب وي، خلک به بيا هم د وسله والو طالبانو له وېرې د رايو صندقونو پر لوري د خپلو رايو د کارولو په موخه لاړ نه شي.
 نوموړى وايي، تېر ځل هم وسله والو طالبانو خلکو ته ويلي وو، چې د ټاکنو په ورځ دې له خپلو کورونو څخه نه راوځي او که کوم کس رايه وکاروله، نو دوى به يې غوږونه او يا هم ګوتې ورپرې کړي، چې په ډېرى سيمو کې همداسې وشول.
ياده دې وې، چې په تېرو ټاکنو کې د نورو ولايتونو په څېر په غزني کې هم زياتې ستونزې وې؛ په ځينو ولسواليو کې هېڅ رايې ونه کارول شوې او د غزني په ټوله اندړو ولسوالۍ کې يواځې درې رايې، هغه هم د پوليسو له لوري وکارول شوې.

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.