60 disabled persons trained in Ghazni

غزني ښار (پژواک ۳ کب ۹۳): په غزني کې د سوېډن کمېټې په مالي مرسته، ٦٠ ښځينه او نارينه معلوليت لرونکي کسان له نهه مياشتني مسلکي کورس څخه فارغ شول او د اړونده مسلک د پرمخ وړلو لپاره يې اړين وسايل هم ترلاسه کړل.
په غزني کې د دې کمېټې د معلولينو د برخې مسوول معلم فتح خان وايي، دا معلوليت لرونکي نارينه او ښځينه د غزني ښار د خواجه عمرو او اندړو ولسوالۍ اوسېدونکي دي، چې نهه مياشتې وړاندې په کورس کې شامل شوي وو.
هغه زياتوي، دغو شپېتو کسانو ته په حلبي سازۍ، خياطۍ، ترکاڼۍ، فلزکارۍ او د فرنېچر جوړولو په برخه کې زده کړه ورکړل شوې ده.
دى وايي، د عملي کار په پيلولو کې د مرستې په موخه له دې معلوليت لرونکو کسانو سره د نغدو پيسو مرسته هم وشوه، خو د پيسو اندازه يې څرګنده نه کړه.
د فتح خان په خبره، دا کسان اوس کولى شي کار وکړي او د خپل ژوند اړتياوې په خپله پوره کړي.
د سوېډن کمېټې ياد مسوول وويل، چې دوى به په راتلونکي کې هم دې لړۍ ته دوام ورکړي او يو شمېر نورو دا ډول کسانو ته به د مسلکي زده کړو زمينه برابره کړي.
نرګس حقمل چې د خياطۍ په برخه کې يې دغو زده کوونکو ته زده کړه ورکړې، وايي چې په دې کورس کې ټول شامل کسان مستحق وو او د کور سرپرست يې نه درلوده.
مېرمن حقمل په دې کورس کې د نهو مياشتو په لړ کې شپږ معلوليت لرونکې مېرمنې د خياطۍ په برخه کې روزلې دي، چې اوس په دې برخه کې کافي وړتيا لري او کولای شي هر ډول لباسونه جوړ او بازار ته وړاندې کړي.
محمد نبي چې د غزني اندړو ولسوالۍ اوسېدونکی دى او خپل پلار يې کلونه پخوا له لاسه ورکړى او اوس د کور نفقه ور له غاړې ده، وايي چې د سوېډن کمېټې په کورس کې يې د ترکاڼي په برخه کې زده کړې کړې دي.
ده زياته کړه، چې د کورس په پاى کې يې د ترکاڼي وسايل ترلاسه کړل او "اوس که خير وي، نو ژوند به يې يو څه آسانه پرمخ لاړ شي."
د دې کورس د فلزکارۍ له برخې فارغ محمد انور وايي، د پلار يو زوى دى او د کورنۍ اقتصادي وده يې ډېره خرابه ده.
نوموړي د سوېډن کمېټې له مرستې مننه وکړه او ويې ويل، چې دا ډول مسلکي زده کړې کولى شي د معلوليت لرونکو کسانو په ژوند کې عملي بدلون راولي.
د غزني د ولايتي ادارو د معلوماتو له مخې، دا مهال په دې ولايت کې نږدې ۶۰۰۰ معلوليت لرونکي کسان شته، چې ډېر شمېر يې د کور د نفقې مسووليت هم لري او په ژوند کې له سختو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.

 

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.