په غزني کې معلولينو ته روغتيايي مرکز جوړيږي

غزني ښار(پژواک، ۱۸ غبرګولی ۹۴): په غزني ولايت کې د لومړي ځل لپاره په راتلونکو نهو مياشتو کې معلولينو ته د اورتوپيديک په نوم  روغتيايي مرکز جوړيږي.
د ياد شوي مرکز د بنسټ ډبره د غبرګولي په ١٨مه د يو لړ مراسمو په ترڅ کې  کېښودل شوه او مالي لګښت يې د سويډن کمېټې له لوري ورکول کيږي.
د غزني د عامې روغتيا مشرې ضياګل اسفندي د ياد شوي مرکز د جوړېدو په اړه وويل چې دغه روغتيايی مرکز په پنځه جريبه ځمکه کې  د سويډن کمېټې د معلولينو د توانمندۍ څانګې له لوري رغول کيږی.
د هغې د معلوماتو له مخې، دغه روغتيايي مرکز په دوو ودانيو کې رغول کيږي چې يوه به يې د معلولينو د  توانمندۍ اداري څانګه او بله به يې هم معلولينو ته د روغتيايي خدمتونو د وړاندې کولو څانګه وي.
اسفندي وويل چې په ياد شوي مرکز ٢٣ميليونه افغانۍ لګښت راځي او د ٩ مياشتو په موده کې يې د رغونې چارې بشپړيږي .
 په غزنی کې د سويډن کمېټې د معلولينو د توانمندۍ دڅانګې مشر ډاکټرعبدالکريم طايف وويل چې د معلولينو د توانمندۍ، مخکينۍ څانګې ودانۍ معياري نه وه خو نوې ودانۍ به په نړيوالو معيارونو برابر ورغول شي.
د هغه په وينا، په دې مرکز کې به معلولينوته  امساوې، ويلچرونه، کمکي څوکۍ او دبدن مصنوعي غړي چمتو او په وړيا توګه ورکول کيږی.
د هغه د معلوماتو له مخې، په دې روغتيايي مرکز کې به د غزني د معلولينو ترڅنګ د پکتيا، خوست، پکتيکا، لوګر، ميدان وردګ، دايکنډی، باميان، اروزګان او زابل معلولينوته هم  روغتيايي خدمتونه وړاندې شي.
په ياده غونډه کې د غزني مرستيال والي محمد علي احمدي وويل، هڅه کوي چې په دې ولايت کې معلولينو ته اړين روغتيايي خدمتونه وړاندې شي، ترڅو معلولين د درملنې په موخه د بل هېواد تللو ته اړ نه شي.
دغه راز د غزني د ولايتي شورا مشر خالقداد اکبري د ياد مرکز په جوړېدو خوښي څرګنده  خو زياته يې کړه چې په غزني کې د يو شمر پروژو کارونه نيمګړي پاتې دي.
هغه زياته کړه : (( څو کاله وړاندې په غزني کې دولايتي روغتون لپاره د نوې ودانۍ پروژه پيل شوه ، خو اوس يې کارونه په نيم کې پاتې دي او د جوړېدو لپاره يې هيڅ ډول اقدام نه کيږي.))
اکبري دسويډن کمېټې له چارواکو غوښتنه وکړه چې په دې مرکز کې مسلکي ډاکټران پر دندو وګوماري او د غزني پر خلکو يې غږ وکړ چې خپل ناروغان تر دې وروسته په دې مرکز کې  درملنه کړي.
د غزني د عامې روغتيا رياست د چارواکو د معلوماتو له مخې، په غزني کې شاوخوا لس زره معلولين شتون لري ، چې ډير يې د دې ولايت په لرو پرتو سيمو کې مېشت دي.

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.