د غزني او خوست له بې وزلو کورنيو سره مرسته وشوه

غزني ، خوست (پژواک، ۹ چنګاښ ۹۴): په غزني او خوست ولايتونو کې له سلګونو بې وزلو کورنيو سره مرسته وشوه.
د غزني د سرې مياشتې رييس سميع الله صديق د چنګاښ په ٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه مرستې د قطر هېواد د سرې مياشتې ادارې لخوا شوې وې.
د هغه په وينا، دوى د مرستو تر وېش مخکې د يوې سروې له مخې د بېوزلو کسانو لېست تيار جوړ کړى و.
نوموړي زياته کړه چې په مرسته شوو توکو کې يوه بوجۍ وريجې، پنځه کيلو غوړي، يو من لوبيا، يو من بوره، دوه کيلو چاى او شېدې شاملې دي.
سميع الله صديق وايي چې په راتلونکي کې هم ورته مرستې په نظر کې لري چې له بې وزلو سره به يې وکړي.
د غزني ښار يوه اوسېدونکي عبدالقدير چې يادې مرستې يې ترلاسه کړې وې، پژواک اژانس ته وويل چې له دغو مرستو سره يې ستونزې نه هوارېږي، له دوى سره بايد نورې مرستې هم وشي.
هغه زياته کړه: ((زما د کورنۍ ١١ غړي دي، په دې مرستو د دوى ټولو اړتياوې نه پوره کېږي.))
خو د نورالله په نامه بيا يوه بل تن د قطر هېواد له سرې مياشتې مننه وکړه، چې په دې سختو شېبو کې يې له دوى سره مرسته وکړه.
د يوه بل خبر له مخې په هالينډ کې  مېشتو افغانانو په خوست ولايت کې له لسګونو بې وزله او غريبو کورنيو سره د لومړنيو خوراکي توکو مرسته وکړه.
د خوست د ولايتي شورا غړي عبدالوالي واحدزي، چې د دې مرستې د وېش تنظيم يې پرغاړه و، پژواک ته وويل، چې دغه مرسته په هالنډ هېواد کې د افغانانو “ننګ ټولنې” رالېږلې ده.
نوموړي وويل، ياده مرسته، چې د ۴ زرو ايورو په ارزښت وه ، د ۱۰۰ کورنيو لپاره ده، خو دوی نن پر ۶۰ اړمنو کورنيو ووېشله او پر ۴۰ نورو به يې په راتلونکو ورځو کې ووېشي.
واحدزي زياته کړه: ((په دې مرسته کې اوړه، غوړي، لوبيا، بوره او چای شامل دي، چې څه ناڅه د دې کورنيو ګوزاره پرې کېږي)).
د دې ولايت يو اوسېدونکي سپين ږيري نياز د مرستې تر لاسه کولو وروسته پژواک اژانس ته وويل، چې د روژه ماتي او پېشنمي لپاره په ډېرې سختۍ ډوډۍ پيدا کوي.
هغه له هالنډ مېشتو افغانانو څخه، چې ياده مرسته يې کړې، مننه وکړه او دغه راز يې له نورو بډايه افغانانو هم وغوښتل، چې له بې وزله خلکو سره مرسته وکړي.

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.