Former Ghazni PC member wounded in Taliban attack

غزني ښار (پژواک، ۱۵ وری ۹۴): د غزني د ولايتي شورا پخوانۍ غړې حميده ګلستاني په  غزني ښار کې د وسله والو په يوه بريد کې ټپي شوه.
د غزني د سرپرست والي وياند شفيق ننګ د وري په ١٥مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا پېښه نن غرمه شاوخوا يوولس نيمې بجې د غزني ښار د کډوالو په ښارګوټي کې رامنځته شوه.
ننګ وايي چې  وسله والو پر حميدې ګلستاني د بې غږه تومانچې په وسيله ډزې کړې  او بيا تښتېدلي دي.
د هغه په وينا، په دغه بريد کې حميده ټپي شوې او دا مهال په روغتون کې تر درملنې لاندې ده.
د سيمې يوه اوسېدونکي علي محمد پژواک ته وويل چې ګلستاني د خپل ورور کور ته تللې وه کله چې له کوره په موټر کې را ووته نو دوو کسانو پرې ډزې وکړې او بيا په موټر کې وتښتېدل.
دى وايي، وسله وال مخ پټي وو او تر پېښې ٢٠ دقيقې وروسته پوليس ورسېدل .
د غزني د ولايتي روغتون رييس بازمحمد همت وايي چې ګلستاني يې په ټپې حالت کې ور وړې ده او روغتيايي حالت يې د ډاډ وړ ده.
د يادونې ده چې تر دې مخکې هم په غزني ښار کې د بې غږه تومانچو پر ډزو ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

 

 

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.