Taliban threaten, hold hostage Ghazni voters

 
غزني ښار (پژواک ۲۸ وری ۹۳): د غزني د يو شمېر ولسواليو اوسېدونکي وايي چې په ټاکنو کې د برخه اخيستو له امله يې وسله وال طالبان ځوروي.
د دغه ولايت د ده يک ولسوالۍ د الوخېلو سيمې يوه اوسېدونکي محمدالله د وري په ٢٨مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې په ټاکنو کې د رايې کارولو له امله د طالبانو له خوا ډبول شوى دى.
هغه زياته کړه: ((تر ټاکنو وروسته وسله وال طالبان زموږ کلي ته راغلل، زما په ګډون ډېرى خلک يې په دې وځورول او وډبول چې ولې مو په ټاکنو کې رايه کارولې ده.))
د محمدالله په وينا، په رڼا ورځ وسله وال طالبان کلي ته راځي او څه چې يې زړه وغواړي پر خلکو يې ترسره کوې.
د دې ولسوالۍ يو بل اوسېدونکی خان محمد وايي، چې وسله والو طالبانو د مرګ تر بريده وهلی دى.
هغه پژواک ته وويل، چې وسله والو طالبانو تر تښتولو وروسته څلور ورځې له ځان سره ساتلى و او بيا يې په ضمانت خوشى کړى دى.
نوموړي زياته کړه: ((تر ټاکنو وروسته يوه ورځ وسله وال طالبان زموږ کور ته راغلل او زه يې له ځان سره بوتلم.))
خان محمد وايي، د دې ترڅنګ وسله والو طالبانو ګڼ شمېر نور کسان هم له دې امله نيولي وو، چې ولې يې په ټاکنو کې برخه اخيستې ده.
د اندړو ولسوالۍ د زړې کلا سيمې يوه  اوسېدونکي رحمت الله چې ورور يې د وسله والو طالبانو له لوري ګواښل شوی، وايي چې طالبانو دوى ته د مرګ ګواښونه هم کړي دي.
د هغه په وينا، دولت چې د خلکو د امنيت ادعاوې کوي، اوس دې راشي د هغو خلکو امنيت دې ټينګ کړي چې په ټاکنو کې يې برخه اخيستې او اوس د طالبانو له خوا ګواښل کېږي.
د دې ترڅنګ وسله والو طالبانو په ګيرو، زنخان او اجرستان ولسواليو کې هغه خلک ځورولي چې په ټاکنو کې يې برخه اخيستې وه.
پژواک هڅه وکړه، چې په دې اړه د چارواکو نظر واخلي، خو بريالى نه شو.
د يادونې ده، تر ټاکنو مخکې وسله والو طالبانو خلکو ته ګواښ کړى و، چې د وري د ١٦مې په ټاکنو کې برخه وانخلي.

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.