Ghazni clerics urge no women vote bar

 
غزني (پژواک ١٤ کب ٩٢): د غزني يو شمېر ديني عالمانو د کورنيو له مشرانو غوښتنه وکړه، چې د کورنيو ښځينه غړې دې په ټاکنو کې له ګډون څخه نه منع کوي.
دا څرګندونې په غزني ولايت کې يو شمېر ديني علماوو په هغه سيمينار کې وکړې، چې د کب په ١٤مه (د اسلام له نظره په ټاکنو کې د مېرمنو ونډه) تر سرليک لاندې جوړ شوى و.
په دغه يو ورځني سيمينار کې د يو شمېر دولتي چارواکو، ديني علماوو او د مدني ټولنو د استازو په ګډون زيات شمېر مېرمنو برخه لرله.
د غزني ولايت يوه ديني عالم مولوي توسلي وويل، په اسلام کې ښځه او نارينه يو ډول حق لري.
نوموړى وايي: ((ناوړه دودونه پرېږئ او خپلو مېرمنو ته اجازه ورکړئ، چې رايه ورکړي او په ټاکنو کې برخه واخلي.))
مولوي توسلي د ټاکنوله کمېسيونه هم غوښتنه وکړه، چې د غزني مېرمنو ته دې د ټاکنو په اړه عامه پوهاوى ورکړي.
د غزني د والي مرستيال محمدعلي احمدي وويل، مېرمنې هم لکه د نارينه وو په څېر حق لري څو خپل راتلونکى په خپله وټاکي او د خپلې خوښې نوماند ته رايه ورکړي.
احمدي په ياد سيمينار کې وويل: ((د کورنۍ غړي بايد خپلو مېرمنو ته اجازه ورکړي، چې په ټاکنو کې برخه واخلي او د خپل هېواد برخليک په خپله وټاکي.))
په ورته مهال د غزني د ښځو چارو رييسه شکريه ولي وايي، چې لا هم په غزني کې ډېرې مېرمنې له خپلو حقوقوبې خبرې دي.
 هغې وويل: ((دلته داسې مېرمنې هم شته چې د ټاکنو پر اهميت نه پوهېږي او فکر کوي چې رايه ورکول هېڅ ارزښت نه لري.))
په ورته مهال ددغه سيمينار يوې ګډونوالې مروې پژواک ته وويل، غواړي په ټاکنو کې برخه واخلي او يوه وړ کانديد ته رايه ورکړي.
نوموړي وويل: ((لکه څرنګه چې زه غواړم په ټاکنو کې برخه واخلم نورې مېرمنې دې هم زما په څېر په ټاکنوکې برخه واخلي.))
دا په داسې حال کې ده چې ټاکل شوې راتلونکې ولسمشريزې او د ولايتي شوراګانو ټاکنې د ۱۳۹۳ کال د وري مياشتې په ۱۶مه ترسره شي.

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.