غزني ښار (پژواک ۲۸ کب ۹۱): د غزني د پوهنې رياست وايي، چې د دې ولايت په يو شمېر ولسواليو کې اوس هم د ناامنۍ له امله ۳۴ ښوونځي او دوه د سواد زده کړې کورسونه تړلي دي. د غزني د پوهنې رييس احسان الله ناشر نن پژواک خبري اژانس ته وويل، له کله يې چې په غزني کې د پوهنې د رييس په توګه کار پيل کړى، هغه مهال د دوو کورسونو په ګډون ۴١ مدرسې او ښوونځي په دې ولايت کې تړلي وو. ده زياته کړه، د روان کال په اوږدو کې يې د زنخان، ګيرو او اب بند په ولسواليو کې پنځه ښوونځي د زده کوونکو پر مخ خلاص کړي او پاتې نور ۳۴ ښوونځي او دوه د سواد زده کړې کورسونه اوس هم تړلي دي.