غزني ښار (پژواک ۱۶ تله ۹۲): د غزني يو شمېر قومي مشرانو او خلکو له دولت څخه غوښتي چې د راتلونکو ټاکنو لپاره زمينه برابره کړي ، څو د غزني خلک وکولای شي د خپلې خوښې کانديد ته رايه ورکړي.
د غزني په لسګونو قومي مشرانو، ځوانانو او خلکو نن (د تلې ١٦مه) د يوې غونډې په ترڅ کې له دولت څخه وغوښتل، چې د راتلونکو ټاکنو لپاره پوره امنيت ونيسي.
د غزني يوه قومي مشر او د سولې شورا غړي خليل هوتک وويل :((موږ غواړو چې راتلونکی ولسمشر د خلکو په خوښه وټاکل شي او دا هر څه هغه وخت کېږي چې پوره امنيت وي.))