غزني ښار(پژواک، ۱۸ غبرګولی ۹۴): په غزني ولايت کې د لومړي ځل لپاره په راتلونکو نهو مياشتو کې معلولينو ته د اورتوپيديک په نوم روغتيايي مرکز جوړيږي.
د ياد شوي مرکز د بنسټ ډبره د غبرګولي په ١٨مه د يو لړ مراسمو په ترڅ کې کېښودل شوه او مالي لګښت يې د سويډن کمېټې له لوري ورکول کيږي.
د غزني د عامې روغتيا مشرې ضياګل اسفندي د ياد شوي مرکز د جوړېدو په اړه وويل چې دغه روغتيايی مرکز په پنځه جريبه ځمکه کې د سويډن کمېټې د معلولينو د توانمندۍ څانګې له لوري رغول کيږی.