د غزني د ولايتي شورا اداري پلاوى وټاکل شو

غزني(پژواک ۸ لېندۍ ۹۳):تر ناندريزو ټاکنو وروسته د غزني د ولايتي شورا اداري پلاوى وټاکل شو او د چارو د ښه ترسره کېدو ژمنه يې وکړه.
خالقداد اکبري د رييس، عبدالجامع جامع د مرستيال او حميدالله سروري د ولايتي شورا د منشي په توګه وټاکل شول.
د غزني د والي مرستيال محمد علي احمدي په دې اړه جوړې شوې غونډه کې وويل، چې نن د لېندۍ په ٨مه يې د ولايتي شورا د اداري پلاوي لپاره ټاکنې تر سره کړې او ياد کسان په کې وټاکل شول.
احمدي د ولايتي شورا له نوي ټاکل شوي رييس څخه وغوښتل چې د فساد پر وړاندې جدي مبارزه وکړي او په ښې حکومتوالۍ کې ونډه واخلي.
هغه وويل، خالقداداکبري له ۱۹ رايو د ١١ رايو په ترلاسه کولو سره د يادې شورا د رييس په توګه وټاکل شو.
په ياده غونډه کې د ولايتي شورا رييس ژمنه وکړه چې د ښې حکومتولۍ د رامنځته کولو په برخه کې به مرسته او همکاري وکړي.
هغه له ولسونو او وکيلانو مننه وکړه چې رايه يې ورکړه او پر ده يې باور وکړ.
غزني د هېواد په کچه د هغو ولايتونو په کتار کې راځي چې تر ټولو وروسته د ولايتې شورا د اداري پلاوي ټاکنې په کې تر سره شوې .
ويل کېږي د دې ټاکنو د ځنډ يو لامل د وکيلانو تر منځ پر ادارې پلاوي ژور اختلافات وو ، خو رسمي سرچينو دا خبره نه ده تاييد کړې.
د غزني ښار اوسېدونکي سيدعمر پژواک ته وويل، له وکيلانو هيله کوي چې په خپلو کې له رقابتونو تېر شي او د ولس لپاره کار وکړي.
ده وويل چې ولس هيله لري ، څو د ولايتي شورا وکيلان د اداري فساد او درغليو د مخنيوي تر څنګ په امنيتي برخه کې د ښه والي لپاره کار وکړي.
د غزني ولايتي شورا ١٩ غړي لري چې له دې ډلې يې څلور مېرمنې دي.

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.