پلخمري (پژواک، ٩ تله ٩٤): ځايي اوسېدونکي وايي چې د بغلان ولايت تاله و برفک ولسوالي او د کندوز قلعه زال ولسوالي د طالبانو لاس ته ورغلې ده.
د خيرالله په نوم يوه سيمه ييز مخور پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا ولسوالي تېره شپه ١١ بجې د دولت له ولکې وتلې، امنيه قوماندان او سرتېري يې د سمنګان ولايت د روى دواب ولسوالۍ ملک درې ته پر شا شوي دي.
هغه وايي چې طالبانو په ولسوالۍ کې ځاى پر ځاى شوي او ملکي مامورين بېلابېلو سيمو وتلي دي.