کابل (پژواک، ٢٨ غويى ٩٤): د بغلان د ولايتي شورا رييس وايي، که مرکزي چارواکي د دغه ولايت د امنيت د ټينګښت په موخه ګام پورته نه کړي، خلک به د کابل –مزار لويه لاره وتړي.
د بغلان د ولايتي شورا رييس صفدر محسني نن په يوه خبري ناسته کې وويل، که د هېواد مرکزي چارواکي د بغلان د امنيت د ټينګښت او د دغه ولايت د والي او امنيه قوماندان د برخليک د ټاکلو په اړه تصميم ونه نيسي، خلک به لاريون وکړي او د کابل – مزار لويه لاره به بنده کړي.
ده زياته کړه، له يوه کال راهيسې وسله والو طالبانو په مرکزي بغلان ولسوالۍ او د پلخمري ښار اړوند په ډنډ غوري سيمه کې پوځي عمليات ترسره کړي چې تر اوسه پورې يې ١٣ پوځي مرکزونه (بېسونه) د دولتي ځواکونو نيولي او تر خپل کنټرول لاندې يې راوستي دي.
د هغه په وينا، دغه پوځي مرکزونه په مرموز ډول له مرګ ژوبلې پرته د طالبانو لاس ته ورغلي او طالبانو ورڅخه لسګونه بېلابېل ډول وسلې، لکه کلاشينکوف او پيکا، رينجر موټر او مهمات ترلاسه کړي دي.
دى وايي، طالبانو اوسمهال د بغلان د مرکز پلخمري ښار په پنځه کيلومترۍ کې د ډنډ غوري په سيمه کې امنيتي پوسته جوړه کړې او د خلکو تلل راتلل کنټرولوي.
د نوموړي په خبره، په بغلان کې د امنيتي ځواکونو نه همغږي، د دې لامل شوې چې طالبان د پلخمري ښار خلک وګواښي او همدا اوسمهال د ډنډغوري په زياترو سيمو کې طالبان واکمن دي.
د ولايتي شورا رييس وويل، په دغه ډول شرايطو کې د بغلان امنيه قوماندان امين الله امرخېل پلازمېنې کابل ته غوښتل شوى او امنيه قوماندانۍ د دې ولايت د امنيت د امر له لوري اداره کېږي.
محسني زياتوي، سره له دې چې د کورنيو چارو وزارت د ځانګړو قطعاتو قوماندان مل پاسوال اسدالله شېرزاد او په بغلان کې د نظم عام د ځواکونو مسوول پاسوال داوود ترخېل په دې ولايت کې شتون لري، خو دغو ځواکونو ونه شو کولى چې د طالبانو د مخته تګ مخه ونيسي.
نوموړي له مرکزي چارواکو وغوښتل، چې داسې ځواکونه بغلان ولايت ته راولېږي چې د طالبانو ضد روحيه ولري او يو داسې پلاوى دې ولايت ته راولېږي، چې د يادو ساحو د سقوط په اړه څېړنه وکړي، چې څنګه يادې ساحې له جګړې او مرګ ژوبلې پرته د طالبانو لاس ته ورغلې دي؛ په داسې حال کې چې دغه ساحې د ډېرو تلفاتو په ورکولو سره امنيتي ځواکونو نيولې وې.
خو د بغلان د امنيه قوماندانۍ سرپرست او د امنيت امر سمونوال عبدالبشير رشيد پژواک خبري اژانس ته وويل، چې امنيتي ځواکونه اوسمهال د جګړې په ډګر کې له طالبانو سره په نښتو کې ښکېل دي، په مرکزي بغلان ولسوالۍ او ډنډ غوري سيمه کې امنيتي خط اچول شوى، ترڅو د طالبانو د مخ ته تګ مخه ونيول شي.
ده زياته کړه، امنيتي ځواکونه د کورنيو چارو وزارت له ځانګړو قطعاتو سره په ګډه هڅه کوي، چې د مرکزي بغلان ولسوالۍ او ډنډ غوري سيمه د طالبانو له شتونه پاکې کړي.
نوموړي په ډنډغوري سيمه کې د طالبانو له لوري د ٤ پوځي مرکزونو نيول ومنله، خو وايي، چې په مرکزي بغلان ولسوالۍ کې بيا له نهو مرکزونو څخه تکتيکي شاتګ شوى دى.
Add new comment