پلخمرى (پژواک،٢٥ زمرى ٩٢): د بغلان ولايت په مرکزي بغلان ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو ولسوال له ١٦ نورو طالبانو سره وژل شوى دى.
د بغلان ولايت د امنيه قوماندانۍ د مطبوعاتو مسوول جاوېد بشارت پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه کسان د مرکزي بغلان په انارخېلو سيمه کې د امنيتي ځواکونو د عملياتو په نتيجه کې، چې تېره ورځ پيل شوي و او نن پاى ته رسېدلي، وژل شوي دي.
هغه زياته کړه، چې په دغو عملياتو کې د طالبانو ولسوال ملا نثار له نورو ١٦ وسله والو طالبانو سره يوځاى وژل شوى، پنځه نور ټپيان دي او نهه تنه ژوندي نيول شوي دي.