د بغلان د برکې ولسوالۍ امنيه قوماندان ووژل شو

 
پلخمري (پژواک ١٠ چنګاښ ٩٢): د بغلان د برکه ولسوالۍ امنيه قوماندان په يوه چاودنه کې له خپلو څلورو ساتونکو سره ووژل شو.
د بغلان د امنيه قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول جاوېد بشارت پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د برکه امنيه قوماندان سمونيار عزيزالرحمن نن له غرمې وړاندې د نهرين ولسوالۍ پر لور روان و، چې موټر يې د سړک د غاړې پرماين ور برابر شو.
هغه زياته کړه، چې امنيه قوماندان په دې چاودنه کې له خپلو څلورو ساتونکو سره وژل شوى او يو بل ساتونکى يې ټپي دى.
د سيمې يوه اوسېدونکي محمدالله وويل، چې دغه چاودنه له غرمې وړاندې يوولس بجې رامنځته شوه او دومره زوروره وه، چې ځيني کسان يې له رينجر موټره لرې غورځولي وو.
هغه زياته کړه، چې د سيمې اوسېدونکي مرستې ته ورغلل او يو ټپي يې روغتون ته لېږدولى دى. دغه اوسېدونکى وايي، چې د دې پېښې له امله د دوو تنو د جسدونو يو لاس او يوه پښه هم پرې شوي دي.
امنيتي مسوولينو د دې چاودنې پړه پر وسله والو مخالفينو اچولې، خو وسله والو بيا تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
برکه د بغلان د مرکز په ٨٥ کيلومترۍ کې پرته ولسوالۍ ده او د تخار ولايت له اشکمش ولسوالۍ سره ګډه پوله لري او د وسله والو مخالفينو فعاليتونه هم په کې حس کېږي.
د يادولو ده، چې يوه مياشت وړاندې د بغلان ولسوالۍ مرستيال امنيه قوماندان جمعه ګل هم د وسله والو په يوه کمين کې وژل شوى و.

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.