17 rebels killed in Baghlan offensive

پلخمرى (پژواک،٢٥ زمرى ٩٢):  د بغلان ولايت په مرکزي بغلان ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو ولسوال له ١٦ نورو طالبانو سره وژل شوى دى.
د بغلان ولايت د امنيه قوماندانۍ د مطبوعاتو مسوول جاوېد بشارت پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه کسان د مرکزي بغلان په انارخېلو سيمه کې د امنيتي ځواکونو د عملياتو په نتيجه کې، چې تېره ورځ پيل شوي و او نن  پاى ته رسېدلي، وژل شوي دي.
هغه زياته کړه، چې په دغو عملياتو کې د طالبانو ولسوال ملا نثار له نورو ١٦ وسله والو طالبانو سره يوځاى وژل شوى، پنځه نور ټپيان دي او نهه تنه ژوندي نيول شوي دي.
بشارت وايي، چې د نورو پېژندګلوي نه ده شوې، خو کېداى شي، چې په کې يو شمېر بهرني جنګيالي هم وي.
 د بغلان ولايت د امنيه قوماندانۍ د مطبوعاتو مسوول ادعا کوي، چې ټول مړي په سيمه کې پاتې دي او په عملياتو کې لس کلي هم له طالبانو څخه  پاک  شوي دي.
خو طالب وياند ذبيح الله مجاهد ادعا کوي، چې په مرکزي بغلان کې اوه پوليس وژل شوي او پنځه نور ټپيان دي.
نوموړى وايي، چې په دې نښته کې طالبانو ته  مرګ ژوبله  نه ده اوښتې.
 د يادونې ده، تېره ورځ طالبانو ادعا کړې وه، چې په مرکزي بغلان کې يې د امنيتي ځواکونو پر کاروان بريد کړى، چې اووه پوليس وژل شوي او درې نور ټپيان دي، خو سيمه ييز چارواکي  دغه ادعا ردوي.
 

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.