Insecurity forces protesters to block highway in Baghlan

پلخمري (پژواک، ٦ غبرګولى ٩٤): د پلخمري ښار اوسېدونکي د نا امنيو او راکټي بريدونو په غبرګون کې لاريون کړى او د کابل-شمال لويې لارې په بندولو سره وايي چې د ځايي چارواکو سياسي ناندرۍ د دغه وضعيت د رامنځته کېدو لامل شوي دي.
دوى چې شمېر يې څه باندې دوو سوو کسانو ته رسېده، نن سهار نهه بجې  د بغلان د مرکز پلخمري چوک کې راغونډ شوي او زياتوي چې پلخمري ښار په تېرو ١٤ کلونو کې امن و، خو اوس د راکټي بريدونو نښه ګرځي او د خلکو ژوند خوندي نه دى.
د معترضينو په خبره، همدا وضعيت د دې سبب شو چې نن کورنيو خپلو ماشومانو ته ښوونځي ته د تګ اجازه ورنه کړه.
د مدني ټولنې فعالې او د لاريون ګډون کوونکې نادرې نهرين پژواک خبري اژانس ته وويل: ((د راکټي بريدونو او نا امنيو په سبب حتى ماشومان او ښځې هم خوندي نه دي.))
هغې زياته کړه چې ځايي او مرکزي چارواکي د بغلان امنيت ته پاملرنه نه کوي.
دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ پر پلخمري ښار له ډنډ غوري ساځې څخه شپږ BM1 راکټونه وتوغول شول چې پر فرحت غوڼدۍ ولګېدل او مرګ ژوبله يې نه درلوده، خو دوه نور راکټونه په ښار کې دننه را پرېوتل چې دوې ښځې، درى ماشومان او يو نارينه يې ټپيان کړل.
تېره شپه هم دوه نور راکټونه وتوغول شول چې د سيند او بې بې حوا لېسې ته نږدې ولګېدل، خو مرګ ژوبله يې نه درلوده.
يو مخور نعيم غفاري چې د معترضانو په منځ کې يې شعارونه ورکول، وويل چې په بغلان کې نا امنۍ د ځايي چارواکو تر منځ د سياسي ناندريو پايله ده.
پلخمرى چې په تېره يوه لسيزه کې امن و، اوس له راکټي بريدونو خوندي نه دى.
د هغه په خبره، سوداګرو خپلې پانګې له دغه ولايت نه ايستلې او وسله وال مخالفين د پلخمري ښار دروازو ته رسېدلي دي. شاوخوا ٩ مياشتې کېږي چې والي نشته او د سرپرست له خوا اداره کېږي چې دغه سرپرست هم د امنيت راوستلو او د خلکو د ستونزو په حل کې کوم کار نه دى کړى.
د دغه لاريون له امله د کابل-شمال لويه لاره تر اوسه (له غرمې وړاندې ١١:٤٠) د ترافيکو پر مخ تړلې او موټر د سړک دواړو خواوو ته ولاړ دي.
د ويلو ده، امنيتي چارواکي او طالبان د پلخمري ښار ته څېرمه په ډنډغوري سيمه کې د سختې جګړې او يو بل ته د درنې مرګ ژوبلې اړولو ادعا کوي او چارواکي وايي چې شپږ کيلومتره وړاندې تللي او ډېر ژر به امنيت راولي.

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.