Court suspends Pul-i-Khumri mayor from office

پلخمري (پژواک ٤ کب ٩٣): د بغلان ولايت استيناف څارنوالۍ، د پلخمري د ښاروال دنده د ښاروالۍ په عوايدو کې د نه روڼتيا، سرغړونو او په غيرقانوني توګه د يوه کور د رغولو په تړاو د هغه دنده ځنډولې، خو ښاروال بيا په هغه باندې دغه لګېدلي تورونه  ردوي.
د بغلان د استيناف څارنوالۍ مشر دين محمد قريشي وايي، چې د پلخمري ښاروال په څارنوالۍ کې ٧ موارده دوسيې لري او له هغه څو ځلې غوښتل شوي، چې د ځواب ويلو لپاره حاضر شي، خو تر اوسه پورې نه دى حاضر شوى.
قريشي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په همدې موخه يې د هغه دنده ځنډولې ده.
هغه زياته کړه، چې د ښاروالۍ عوايد معلوم نه دي چې څومره پيسې يې راټولې کړې او څومره يې لګولې دي، همدرانګه د ښاروالۍ د روغنياتو  په لګښتونو کې هم روڼتيا شتون نه لري.
د بغلان د استيناف څارنوالۍ مشر وويل، چې د پلخمري ښاروال نوموړي ته د دولت له لوري د اوسېدو لپاره يو پوړيز ورکړل شوى کور وران کړى او پر ځاى يې د ښاروالۍ له پيسو په غيرقانوني ډول درې پوړيز کور جوړ کړى دى.
خو د بغلان د مرکز پلخمري ښاروال صفرمحمد صفر بيا دغه ټول موارد ردوي او وايي: " زه له څلورو کلونو راهيسې په هغه کور کې چې د ښاروالۍ له لوري راکړل شوى و، اوسېدم او چا هم راته ونه ويل چې کور خالي کړم، دا چې کور ډېر زوړ شوى و، نو ويجاړ مې کړ او په خپلو پيسو مې له سره ورغاوه."
صفر زياته کړه، چې د ښاروالۍ عوايد او د روغنياتو ټول لګښتونه روښانه دي او دى ټولو تورونو ته د ځواب ويلو لپاره چمتو دى.
د پلخمري ښاروال ادعا وکړه، چې د استيناف څارنوال له هغه څخه د ولايت دفتر مخې ته د يوې نومرې ځمکې غوښتنه کړې وه او له دې امله چې دا کار غيرقانوني و او هغه ته يې ځمکه ورنه کړه ، نو پر ده  يې دا ډول تورونه لګولي دي.
 نوموړي چې له تېرو نهو مياشتو راهيسې د ښاروال په توګه دنده تر سره کړې، د هغه د دندې ځنډول هم غيرقانوني وبلل.
 خو د استيناف څارنوال له هغه څخه د ځمکې د نومرې تور درواغ وباله او ويې ويل، له پرون راهيسې چې کله د ښاروال دنده ځنډول شوې نو دغه موضوع يې په کتبي ډول هغه ته وړاندې کړې ده.
 صفر شپږ کاله وړاندې هم د پلخمري د ښاروال په توګه ټاکل شوى و، خو له دوه کلونو دندې تر سره کولو او د خلکو له لوري د لاريونونو په تر سره کولو چې د ښاروالۍ پيسې يې خوړلې؛ له خپلې دندې ګوښه شو .
 بلخوا د ښاروالۍ يو شمېر کارکوونکو نن سهار د ښاروالۍ دفتر مخې ته په اعتراضي غونډه لاس پورې کړ.
 د دوى له ډلې يې د نيازمحمد په نوم يوه وويل: " موږ په لښتيو او چکړو کې کار کوو، خو ښاروالۍ موږ ته وسايل او جامې نه دي راکړې."
 د تنظيف دغه کارکوونکي زياته کړه، چې که  ښاروالۍ ورته جارو، بېل ،کراچۍ، او جامې  ورنه کړي، نو کار به ونه کړي.
 د بغلان د ولايتي شورا مشر صفدر محسني هم د ښاروالۍ کړنې د نه منلو وړ وبللې او ويې ويل، چې د خلکو شکايتونو ته په پام سره ښاروالي خپل خدمتونه په خپل وخت نه تر سره کوي او کله چې خلک ښاروالۍ ته د خپلو ستونزو د حل په موخه ورځي، د دوى کارونو ته پام نه کېږي.
 د هغه په وينا، خلک شکايت کوي چې ښاروالۍ کارونو ته هيڅ پام نه کوي او د سړک، نهر او سيند غاړې ځمکې يې په غيرقانوني ډول خلکو ته د کورونو او دوکانونو  جوړولو په موخه ورکړې دي.

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.