Protestors demand shifting of Baghlan capital

پلخمري (پژواک، ٢٧ کب ٩٣): د بغلان د مرکزي بغلان ولسوالۍ سلګونو اوسېدونکو په يوه غونډه کې غوښتنه وکړه چې د دغه ولايت مرکز دې مرکزي بغلان ولسوالۍ ته ولېږدول شي.
دوى چې نن د مرکزي بغلان په ورزشي لوبغالي کې راغونډ شوي وو، ګواښ يې وکړ چې که چېرې يې دا غوښتنه ونه منل شي؛ نو د بغلان – کندوز لويه لاره به بنده کړي.
د ارباب غلام په نوم د غوڼدې يوه ګډونوال وويل چې مرکزي بغلان پخوا د ولايت مرکز و او بايد بېرته همدغه اهميت ترلاسه کړي.
هغه زياته کړه چې په دغه ولايت کې دولتي ادارې ځمکه او ملکيت لري او دولت څو ځله ژمنه کړې چې د ولايت مرکز به دلته را لېږدوي، خو پر ژمنه يې عمل نه دى کړى.
د بغلان ولايت مرکز په ١٣٦٨لمريز کال کې د ډاکتر نجيب الله د حکومت پر مهال چې سيد جعفر نادري د ولايت والي و، پخلمري ته ولېږدول شو.
ارباب غلام وويل: ((د مرکزي بغلان اهميت په دې کې دى چې صنعت او توليدات ورسره وده کوي او د خلکو په ژوند کې ښه والى راځي.))
محمدلايق چې ځان يې ځايي مخور معرفي کړ، پژواک خبري اژانس ته يې وويل چې دولت د ښاري پراختيا او امنيت په ګډون په هېڅ برخه کې کار نه دى کړى او مرکزي بغلان يې هېر کړى دى.
مرکزي بغلان د بغلان له مرکزي، صنعتي او ګڼ نفوسه ولسواليو ده چې د پلخمري د شمال ختيځ په شاوخوا ٤٣ کيلومترۍ کې موقعيت لري.
د دې ولسوالۍ ډېرى اوسېدونکي په کرکيله بوخت دي او د امنيتي ځواکونو له څو ځلي عملياتو وروسته يې هم  ځايي خلک د وسله والو مخالفينو د فعاليت په اړه اندېښنه لري.
د صنعتي بغلان و د بورې د فابريکې شتون د دې ولسوالۍ اقتصادي اهميت زيات کړى دى.
د بغلان د ولايتي شورا مرستيال فيروز الدين ايماق وويل چې غوندې او د نظر څرګندونه د هر چا حق دى، خو يوه حساسه موضوع دا ده چې په مرکزي بغلان کې امنيتي ستونزې شته دي.
هغه وويل چې په تېرو ١٤کلونو کې په پلخمري ښار کې ٣٦ دولتي ادارو ته ودانۍ جوړې شوې او د ١٤ ولسواليو خلکو دلته ژوند غوره کړى او پانګونه يې کړې ده.
ايماق زياته کړه: ((فکر نه کوم چې دولت دې دومره توان ولري چې د بغلان مرکز مرکزي بغلان ته ولېږدوي.))
د بغلان سرپرست مرستيال والي عبدالقديم د مرکزي بغلان د اوسېدونکو دغه غوښتنه د ځايي چارواکو له توانه وتلې بولي.
هغه پژواک ته وويل چې د ولايت مرکز د ډاکټر نجيب د حکومت پرمهال د هغه مهال وزيرانو شورا له خوا پلخمري ته لېږدول شوى او اوسمهال ارګ او وزيرانو شورا کولى شي په دې اړه تصميم ونيسي.

 

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.