سرپل (پژواک، ٣٠ زمری ٩٨): په سرپل ولایت کې د امنیتي ستونزو له امله د رایې اچونې له ټولو ۱۴۹ مرکزونو څخه په ۸۱ مرکزونو کې ټاکنې نه ترسره کېږي.
په سرپل ولایت کې د ټاکنو کمېسیون رییس مرتضی عالمي زاده نن په یوه خبرې ناسته کې د دغه مطلب ترڅنګ وویل چې د ولسي جرګې په ټاکنو کې هم په دغه ولایت کې د رایې ورکونې له ټولو ۱۴۹ مرکزونو څخه په ۷۱ مرکزونو کې ټاکنې ترسره شوې وې.
خو عالمي زاده په ټینګار سره وویل چې د ټاکنو د روڼتیا لپاره لازم تدابیر نیول شوي دي.
په ورته وخت کې د سرپل د امنیې قوماندنۍ د امنیت امر عبدالصبور وویل، پولیس د ټاکنو لپاره د ښه امنیت ساتنې هڅه کوي.