عبدالجبار حقبين د عبدالسلام زوی،چې په ۱۳۵۶لمريز د بغلان ولايت په نهرين ولسوالۍ کې زېږېدلی دی.
په ۱۳۷۵لمريز کال کې يې د بغلان ولايت په کلميران لېسه کې تر دوولسم ټولګي پورې زده کړې بشپړې کړې. په ۱۳۸۰لمريز کال کې د کابل پوهنتون د اقتصاد له پوهنځي څخه فارغ شو.
د نوموړي مورنۍ ژبه دري ده؛ خو له پښتو ژبې سره هم يو څه اشنايي لري. انګليسي ژبه يې تر منځنۍ کچې زده ده.
حقبين د ۱۳۹۱لمريز له لومړۍ مياشتې څخه د سرپل د والي په توګه دنده تر سره کوي؛ خو له دې مخکې يې هم په بېلابېلو دولتي پوستونو کې کار کړی دی.
نوموړي د دندې پيل له افغان ملي بانک څخه کړی، چې د دغه بانک په چوکاټ کې يې په بېلا بېلو ولايتونو کې دندې تر سره کړې دي.
د کندوز او بغلان ولايتونو د مستوفي په توګه يې دندې ترسره کړي او له ۱۳۸۶لمريز څخه تر يو کال پورې د بغلان د والي په توګه هم پاتې شوی . مخکې له دې چې د سرپل ولايت د والي په توګه د دولت له خوا معرفي شي، د کابل ښاروالۍ د عوايدو د ريس په توګه يې دنده تر سره کوله.نوموړی وايي، چې له کوم سياسي ګوند سره تړاو نه لري.