د سرپل ولايتي شورا ١٥ غړي لري چې د ولايتي شورا د ١٣٩٣ کال په ټاکنو کې د شورا څلور  پخواني غړي هم بريالي شوي او اداري پلاوى يې په لاندې بڼه ټاکل شوى دى.
مشر: محمد نور رحماني
مرستيال: حاجي سيد اسدالله دانش
منشي: معصومه رمضاني
 
 ١-نور اغا نوري:
 نوراغا نوري د حاجي ملا محمد نور زوى چې  په ١٣٦٧لمريز کال کې د سرپل ولايت د کوهستانات ولسوالۍ په جرغان کلي کې زېږېدلى دى. نوري د جوزجان له ابن يمن لېسې څخه فارغ شوى او خپلې لوړې زده کړې يې د بدخشان پوهنتون د ادبياتو پوهنځي په عربي څانګه کې تر سره کړې دي.نوموړي تر وکالت وړاندې د کوهستاناتو  په جرغان ښوونځي کې د ښوونکي په توګه دنده اجرا کړې او د جنرال عبدالرشيد دوستم په مشرۍ د ملي جنبش ګوند غړيتوب لري.
د اړيکې شمېره: ٠٧٨٦٨٦٦٣٣١
 ٢-محمد اصف صادقي:
محمداصف صادقي د محمد صادق زوى  چې په ١٣٦٤ لمريز کال کې د سرپل ولايت د صاد ولسوالۍ په خواجه المتو کلي زېږېدلى دى. نوموړي ١٢ ټولګى په خطيب ابا لېسه کى پاى ته رسولى او د ليسانس سند يې د هند له پونا پوهنتون څخه د سوداګرۍ په برخه کې اخيستى دى. نوموړي تر وکالت وړاندې په لرغوني سرپل مدني ټولنه کې د مدني فعال په توګه کار کړى او دافغانستان اسلامي جمعيت له ګوند سره  تړاو لري.
د اړيکې شمېره: ٠٧٧٤١٦٠٨٨٨
 ٣-اسدالله خرم
اسدالله خرم د حاجي رحيم زوى  چې  په ١٣٤٩ لمريز کال  کې د سرپل ولايت د سانچارک ولسوالۍ په مسجدسبز کلي کې زېږېدلى. نوموړي د بلخاب ولسوالۍ په سيد جمال الدين لېسه کې تر ١٢ټولګي زده کړه کړې او د سرپل ولايت د ښوونکې روزنې موسسې د دري ژبې او ادب له څانګې څخه فارغ شوى دى.
نوموړى تر دې وړاندې د سرپل ولايتي شورا مشر و ، چې يو ځل بيا د  شورا د وکيل په توګه بريالى شو. خرم د وحدت ګوند له پخوانيو قوماندانانو څخه دى او اوس هم د همدې ګوند غړيتوب لري.
 ٤-محمد نور رحماني :
محمد نور رحماني د حاجي اسدالله زوى چې په ١٣٦٤ لمريز کال کې د سرپل ولايت په مرکز کې له بلوچ کلي څخه فارغ شوى دى. نوموړي تر ١٢ ټولګي پورې په منهاج سراج عالي لېسه کې زده کړه کړې او زده کړې يې د سرپل په ښوونکو روزنې موسسه کې د اوزبکي ژبې او ادب په برخه کې تر ١٤ ټولګي پورې مخته وړې دي. نوموړى د مدني ټولنې له فعالانو څخه دى او له وکالت وړاندې يې د بشري حقونو د روزونکي په توګه کار کړى او د ملي جنبش ګوند غړيتوب لري.
د اړيکې شمېره: ٠٧٨٩٠٨٤٩٠٠
٥-صلاح الدين چريک زاده :
صلاح الدين چريک د عبدالمحمد چريک زوى، چې په ١٣٦٧ لمريز کال کې د سرپل د مرکز په سيداباد کلي کې زېږېدلى دى. نوموړى د سرپل په مرکز کې د سيداباد له لېسې څخه فارغ شوى او تر وکالت وړاندې يې د سرپل ولايت په مرکزي روغتون کې د ډاکټر په توګه دنده تر سره کړې ده. چريک زاده د جنرال عبدالرشيد دوستم په مشرۍ د ملي جنبش ګوند غړى دى.
د اړيکې  شمېره: ٠٧٩٢٨٣٨٨٦٣
 ٦-حاجي سيد اسدالله دانش:
سيد اسدالله دانش د سيد حسن زوى چې په ١٣٢٩ لمريز کال کې د بلخاب ولسوالۍ د مرکز په خمشورک کلي کې زېږېدلى دى. نوموړي د ښوونځي دوره د بلخاب په سيد جمال الدين لېسه کې سر ته رسولې ده. دانش د حامد کرزي د حکومت پرمهال د بلخاب د ولسوال په توګه دنده تر سره کړې او له کوم سياسي ګوند سره تړاو نه لري.
د اړيکو شمېره: ٠٧٠٣٩٢٧٧٠٩
  ٧-محمدحسين مجاهد زاده :
محمدحسين مجاهد زاده د محمد علي زوى، چې په ١٣٥٥ لمريز کال کې د سرپل ولايت د بلخاب ولسوالۍ په تل عاشقال کلي کې زېږېدلى. نوموړي د ښوونځي دوره د بلخاب ولسوالۍ په سيدجمال الدين لېسه کى سر ته رسولې او تر وکالت وړاندې يې د بلخاب ولسوالۍ د ښاروال په توګه دنده اجرا کړې ده. مجاهدزاده د ملي جنبش ګوند غړى دى.
د اړيکې شمېره: ٠٧٧٧٤٥٥٢٦٢٥
٨-عنايت الله مصمم:
عنايت الله د محمد اسحاق زوى ، چې په ١٣٤٩ لمريز کال کې د سرپل ولايت د ګوسفندي ولسوالۍ په کوران کلي کې زېږېدلى دى. نوموړي د سانچارک ولسوالۍ په زرغون کوټ لېسه کې تر ١٢ ټولګې پورې درس لوستى او وروسته د سرپل دارالمعلين د ژبو او ادبياتو څانګې څخه فارغ شوى دى. عنايت الله تر وکالت وړاندې د ګوسفندي او سوزمه کلا  ولسوالۍ د پوهنې د مدير په توګه کار کړى ، د سرپل ولايت د شاعرانو او ليکوالو څخه دى او له ملي جنبش ګوند سره اړيکه لري.
د اړيکې شمېره: ٠٧٧٣٣٦٦٩٠٥
 ٩-سيد رضاعالمزاده:
سد رضا عالم زاده د سيدمحمدحسن زوى، چې په ١٣٥٥ لمريزکال کې د بلخاب ولسوالۍ په چنګيزي کلي کې زېږېدلى دى. نوموړي د ښوونځي دوره د بلخاب ولسوالۍ په سيد جمال الدين ليسه کې تر سره کړې ده. عالمزاده د اسلامي حرکت ګوند غړى  دى.
د اړيکو شمېره: ٠٧٧٢٤٩٤٥٤٤
  ١٠-الحاج مولوي محمدحنيف اميني:
مولوي محمدحنيف اميني د محمد قيوم زوى، چې په ١٣٦٦ لمريز کال  کې د سرپل ولايت د ګوسفندي ولسوالۍ په خاسار کلي کې زېږېدلى دى. اميني د سانچارک  له زرغون کوټ لېسې څخه فارغ شوى او خپلې لوړې زده کړې يې تر ليسانس کچې  پورې په شرعياتو پوهنځي کې تر سره کړې دي. نوموړي  ولايتي شورا  ته تر لار موندلو وړاندې د جوزجان ولايت د شهيدانو او معلولينو د مشر په توګه کار کړى او د اسلامي جمعيت ګوند غړى دى.
د اړيکې شمېره: ٠٧٨٤٤٠٣٧٣٩٥
  ١١-الحاج مولوي نورمحمد بېک
مولوي نورمحمد د محمد حسن زوى، په ١٣٥٩ لمريز کال کې د سرپل ولايت د ګوسفندي ولسوالۍ په الغن کلي کې نړۍ ته سترګې غړولې دي. بېک د جوزجان په ابوسليمان مدرسه کې ديني زده کړه کړې او د ١٢ ټولګي برى ليک يې ترې اخيستى دى. نوموړى تر وکالت وړاندې په الغن کلي کې په ديني تدريس بوخت و او له هېڅ کوم سياسي ګوند سره اړيکه نه لري.
د اړيکې شمېره: ٠٧٨٥٢٧٠١٤١
 ١٢-معصومه شاداب:
معصومه شاداب د سيف الله لور، چې په ١٣٥٤ لمريز کال کې د سرپل ولايت په مرکز چرمګز خانه کلي کې زېږېدلى دى. نوموړى ١٢ ټولګى د جوزجان  ولايت په مرکز کې د خديجه د نجونو لېسه کې پاى ته رسولې او خپلې زده کړې يې په کابل پوهنتون کې د حقوقو او سياسي علومو پوهنځي کې تر سره کړې دي.
مېرمن شاداب تر وکالت وړاندې د سرپل په مرکز کې د حضرت امام يحيى د هلکانو لېسه کى د ښوونکي په توګه دنده اجرا کړې او همدارنګه په تېره دوره کې له سرپل ولايت څخه په مشرانو جرګه  کې د منتخب سناتور په توګه دنده اجرا کړې او په هېڅ کوم سياسي ګوند پورې تړاو نه لري.
د اړيکې شمېره: ٠٧٩٩٤٨٣٣٤٥
١٣-معصومه رمضاني:
معصومه رمضانى د غلام نبي لور ، چې په ١٣٦٤ لمريز کال کې د سرپل ولايت د بلخاب ولسوالى په دوشاخ کلي کې نړۍ ته سترګې غړولې دي. نوموړي د همدې ولسوالۍ په شهيد صفدري نجونو لېسه کې تر ١٢ ټولګې زده کړه کړې او تر وکالت وړاندې يې په شهيد صفدري لېسه کې د ښوونکې دنده اجرا کوله. رمضاني د ولايتي شورا د تېرې دورې غړې هم وه او د حق او عدالت ګوند سره تړاو لري.
 ١٤-ملکه عليزاده:
ملکه عليزاده د علي ګوهر  لور، چې  په ١٣٦٢ لمريز کال کې د سرپل ولايت د مرکز په چهار باغ کلي کې زېږېدلى دى. نوموړي  په سرپل کې د چهارباغ  نجونو لېسه کې زده کړه کړې  . مېرمن عليزاده ولايتي شورا ته تر لار موندلو وړاندې په همدې لېسه کې د ښوونکې په توګه دنده اجرا کړې او د افغانستان د خلکو د وحدت ګوند غړيتوب لري.
د اړيکې شمېره : ٠٧٩٨٧٩١٣٢٥
  ١٥-محمدعلي حکيمي:
محمدعلي حکيمي د سيدحسن زوى، چې په ١٣٥٤ لمريز کال کې د سرپل ولايت د بلخاب ولسوالۍ په مغزار کلي کې زېږېدلى دى. نوموړي د بلخاب ولسوالۍ په سيدجمال الدين لېسه کې ١٢ ټولګى لوستى دى. حکيمي تر دې وړاندې په سرپل ولايت کې د يوې بهرنۍ موسسې کارکوونکى و او د ملي اعتدال ګوند غړيتوب لري.
د اړيکې شمېره: ٠٧٠٤٠٣٣٤٠٣