وحدت: د سرپل حالت به له مرکز او خلکو سره په مشوره مديريت کړم

مزارشريف (پژواک، ١٨ تله ٩٤): د سرپل نوى والي وايي، که چېرې يې مرکزي حکومت او خلک ملاتړ وکړي نو د دغه ولايت امنيتي حالت به په خپل مديريت ښه کړي.
د سرپل ولايت نوي والي محمدظاهر وحدت د تلې په ١٨مه په بلخ ولايت کې د ده د خدای په امانۍ په وياړ د جوړې شوې غونډې په ترڅ کې پژواک خبري اژانس ته وويل چې د سرپل ولايت امنيتي حالات يې درک کړي او په دغه ولايت کې د شته ستونزو پخلی کوي.
نوموړي زياته کړه چې د دغه ولايت له هر اړخيزو حالاتو سره يې په فکري او رواني توګه ځان چمتو کړی دی.
د هغه په وينا، په هېڅ ولايت کې والي په يواځې ځان د حالاتو د سمون لپاره مبارزه نه شي کولی.
وحدت وويل چې سيمه ييز چارواکي، مرکزي حکومت او خلک په شريکه د يو ولايت برخليک په مثبته توګه بدلولی شي.
نوموړي زياته کړه، دی هيله من دی چې مرکزي حکومت او د سرپل خلک د ده ملاتړ وکړي.
د هغه په وينا، دی په بلخ کې د خلکو او سيمه ييز حکومت تر منځ د واټن کمېدو ښه تجربه لري، چې له همدې سره په ګټې اخيستنې به په سرپل کې هم د حکومت او د خلکو تر منځ د فاصلو د کمښت لپاره کار کوي.
هغه د سرپل د نا امنيو، د کوهستانات ولسوالۍ د سقوط او د ولايت له مرکز څخه د خلکو د وتلو په اړه د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل: ((دا اوازې ما هم اورېدلې دي، يو ځل چې ولايت ته ولاړم، هر څه له نږدې وڅارم بيا به له مرکز سره په دې اړه مشورې وکړم.))
ظاهر وحدت له تېرو اتو کلونو په بلخ ولايت کې د والي د مرستيال په توګه دنده ترسره کړې، چې په وياړ يې نن په بلخ ولايت مقام کې غونډه هم جوړه شوې وه.
د بلخ والي عطامحمد نور په ياده غونډه کې د خپلو خبرو په ترڅ کې ظاهر وحدت خپل نږدې ملګری او د جهاد د وختونو يار وګڼه.
نوموړي زياته کړه چې وحدت د خيانت او رشوت له نومونو سره نااشنا دی او هيله لري چې په سرپل کې به د خلکو د خدمت لپاره لا کوشش کوي.
د بلخ والي نور، ظاهر وحدت ته د سرپل د والي په توګه د هر اړخيزې مرستې او ملاتړ ډاډ ورکړ.

 

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.